د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، افغانستان او نړۍ کې د کورونا وړجنو تازه شمېرې


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

پاکستان کې د جون تر ۱۱مې د کورونا وړجنو شمېره نېږې یو لک شپږویست زرو ته رسېدلې ده. په دې هېواد کې کورونا وایرس ۲۴۰۰ کسان مړه کړي او ۴۰ زرو زیات ترې پاخه شوي دي.

د پاکستان روغتيا محکمې د وېبپاڼې ترمخه تر ټولو زیات کېسونه په پنجاب صوبه کې رپوټ شوي دي چې شمېره یې ۴۷،۳۸۲ ده.

هلته په افغانستان کې نېږدې ۲۳ زره کسان پر کورونا وایرس اخته شوی دي.

د جانز هاپکېنز پوهنتون د تازه معلوماتو له مخې کویډ ـ ۱۹ ناروغۍ په افغانستان کې د ۴۲۶ کسانو ژوند اخېستی خو ۳۳۲۳ کسان بیرته ښه شوي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۷۵ لکه کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۴۲ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۳۵ لکه ترې بیرته ښه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG