د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوه زره نور طالب بندیان خوشې کوو: غني


افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، نېږدې راتلونکي کې دوه زره نور طالب بندیان هم خوشې کېږي.

نوموړي د جون پر ۱۱مه د اتلانیتک شورا او د امریکا سولې انسټټیوټ لخوا جوړه شوې انلاین غونډه کې وویل، له طالبانو سره د سولې هڅې په سمه لاره روانې دي او بله اوونۍ کې به راتلونکي ګامونه اعلان کړي.

افغان ولسمشر وايي د اختر درې ورځنی اوربند د مهمو پرېکړو سبب شو.

غني دغې غونډې ته وویل، دا مهال د سولې پروړاندې خنډونه په لیرې کېدو او د سولې لپاره ملاتړ په زیاتېدو دی.

هغه وویل تر اوسه د طالبانو درې زره بندیان له زندانونو خوشې شوي دي.

ولسمشر غني همدارنګه د پاتې دوه زره نورو طالب بندیانو د خوشې کېدو لپاره هم چمتووالی وښود او ویې ‌ویل پرېکړه‌ یې کړې چې دوه زره نور بندیان هم په لنډه موده کې خوشې شي چې نېټه به ‌یې ژر اعلان شي.

بلخوا وسله والو طالبانو د افغان حکومت له زندانونو څخه د بندیانو خلاصون یو ښه پرمختګ بللی، خو د بین‌ الافغاني خبرو د پیل لپاره‌ یې یو وار بیا د ټولو پنځه زره بندیانو پر خوشې کېدو ټینګار کړی.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي، کله چې د دوی لخوا د ورکړل شوي لېست له مخې د ۵،۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو پروسه بشپړه شي، دوی په یوه اوونۍ کې د بین‌الافغاني خبرو پیل ته چمتو دي.

افغان ولسمشر اشرف غني د اتلانتیک شورا په غونډه کې وویل چې بله اوونۍ کې به د سولې په برخه کې راتلونکي ګامونه اعلان کړي.

غني زیاته کړه: "ما له سفیر زلمي خلیلزاد سره د جون پر ۱۰ خبرې وکړې او د قطر له ځانګړي استازي سره د جون پر ۱۲مه سهار وغږېدم. زه فکر کوم اوس موږ پر لاره سم یوو او راتلونکې اوونۍ به وکولای شو د خپلو راتلونکو ګامونو په اړه نړۍ ته معلومات ورکړو."

اخوا د سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیز الله فضلي د جون پر ۱۱مه ازادي راډیو ته وویل چې د سولې بین‌الافغانې خبرې به قطر کې کېږي او راتلونکې اوونۍ به‌ یې نېټه اعلان شي.

عزیز الله فضلي
عزیز الله فضلي

افغانستان کې نا اعلان شوي اورکم ته په اشارې ولسمشر اشرف غني په دې انلاین غونډه کې وویل چې د مرګ‌ژوبلې اندازه اوس هم متوسطه ده او په ورځنۍ توګه له ۶۰ تر ۷۰ پورې مرګ‌ژوبله اوړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې اورکم باید تر اوس هم پراخ شي.

ولسمشر غني وویل، د طالبانو له‌خوا د افغان امنیتي ځواکونو ټول اسیران نه ‌دي خوشې شوي چې باید خوشې شي.

ولسمشر غني وویل: "دا ډېره مهمه ده چې دوه اړخیزه ژمنه پوره شي. دوی د زر تنو بندیانو ادعا کوي، شمېر بدلېږي رابدلېږي، خو موږ د هغو کسانو په اړه وضاحت غواړو چې دوی سره دي او غواړو ډاډمن شو چې له دوی سره وروستی بندي کس هم خوشې شي."

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له دې څرګندونو سره هم ‌مهاله طالب ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر په غزني کې د ۴۶ حکومتي اسیرو شویو سرتېرو د خوشې کېدو ویلي او په یو بل ټویټ کې یې ټینګار کړی چې دوی له خپله اړخه د بندیانو خوشې کولو ته ژمن دي.

ولسمشر غني وویل چې له عبدالله عبدالله سره چې د مصالحې عالي شورا مشري ورسپارل شوې شریک کار کوي او د طالبانو سره د خبرو لپاره مرکچي پلاوی ټول‌شموله دی.

کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه وروستي سفر ته په اشارې افغان ولسمشر وویل چې هغه (قمر جاوېد باجوه) د اساسي قانون پر بنسټ د یو ډیموکرات افغانستان ملاتړ وښوده چې د سیمه‌ییز اتصال د منځای په توګه به کار کوي.

غني زیاته کړه، موږ داسې احساس کوو چې له پاکستان سره په دې اړه د بحث په برخه کې همغږۍ ته نږدې شوي یوو. نوموړي هیله‌مندي وښوده چې دا به د یووالي په خاطر په فرصت بدل شي.

ولسمشر اشرف غني په سیمه کې د هند رول ته په اشارې زیاته کړه چې د پاکستان پوځ د لوی درستیز سره په دې هم سلا شوی چې خاوره به‌یې د هېڅ ګاونډي، دوست او بل هېواد پر ضد نه‌کارېږي.

کابل کې د ولسمشر غني او قمر جاوېد باجوه لیدنه
کابل کې د ولسمشر غني او قمر جاوېد باجوه لیدنه

له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو د وتلو د احتمال په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ولسمشر غني وویل، دوی هیله لري، شرایطو ته په پام عمل وشي، خو ډاډ یې ورکړ چې که امریکايي ځواکونه ووځي هم، افغان ځواکونه به د هېواد د ارزښتونو دفاع وکړي.

د افغان ولسمشر په وینا له طالبانو سره په سوله به د داعش، القاعده او نورو ډلو خطر له‌منځه ولاړ نه‌شي. نوموړي په افغانستان کې د یو پخواني امریکايي جنرال ډېوېډ پټریوس د پوښتنې په ځواب کې وویل، د طالبانو سره د هوکړې یوه مهمه برخه باید د امریکايي سرتېرو د تدریجي وتلو په اړه تفاهم وي او بله د ترهګرۍ او تریاکو پر ضد مبارزه کې د همکارۍ په اړه پر یو کاري چوکاټ هوکړه وي.

افغان ولسمشر خبرداری ورکړ چې د دې دواړو پرته به د سولې د عملي کېدو لپاره اوسنی پراخ ملاتړ له خطر سره مخ شي.

ولسمشر غني د سولې په پروسه کې د ښځو پر ونډې او رول هم ټینګار وکړ او ویې‌ویل د افغانستان ښځې یو داسې پړاو ته رسېدلي چې اوس د خپلو حقونو په اړه خپله خبرې کولای شي او د سولې په هر ډول خبرو کې به خپل ځای ولري.

بل‌خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلی‌لزاد پر خپل ټویټر لیکلي "موږ د بین‌الافغاني خبرو پیل ته تر بل هر وخت ډېر نږدې شوي یوو."

نوموړي ټینګار کړی چې ټول لوري باید د خبرو مېز ته د کېناستو لپاره کار وکړي او د پروسې د ګډوډولو لپاره د فرصت طلبو هڅو مخه ونیسي.

هغه د حکومت له‌خوا له تر درې زرو زیاتو او د طالبانو له‌خوا تر ۵۰۰ د زیاتو بندیانو د خوشې کولو هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې د بندیانو د خوشې کولو دا بهیر به دوام وکړي څو له دې کبله رامنځته شوی بن بست لیرې شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي پر خپل ټویټر زیاته کړې، د بندیانو تر خوشې کېدو سمدستي وروسته به د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي ټیم ترمنځ د افغانانو په مشرۍ او مالکیت خبرې پیلېږي.

د زلمي خلیلزاد په وینا، د پیل راهیسې د بین‌الافغاني خبرو پیل د دوی د ډیپلوماسۍ اصلي موخه ده.

زلمي خلیلزاد د طالبانو دې بیان هرکلی هم کړی چې د بندیانو د خوشې کېدو د پروسې له تکمیل وروسته‌یې یوه اوونۍ کې بین‌الافغاني خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.

د زلمي خلیلزاد په وینا که څه هم په ډېرو جزئیاتو کار ته اړتیا ده، خو وروستي پرمختګونه مثبت دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG