د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست ته د روغتیايي توکو یوه محموله راورسېده


خوست ته په دریو لاریو کې بار د روغتیايي توکو یوه محموله راورسېده
خوست ته په دریو لاریو کې بار د روغتیايي توکو یوه محموله راورسېده

د جون پر ۱۱مه ناوخته خوست ته د عامې روغتیايي وزارت لخوا له کورونا وایرس سره د مبارزې په خاطر په دریو لاریو کې بار د روغتیايي توکویوه محموله راورسېده.

د خوست روغتیايي مسوولین وايي، چې له دې توکو څخه د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د کورونا وایرس تر شپږ نیم زرو پورې ناروغان ګټه اخیستلای شي.

د خوست عامې روغتیا رئیس حبیب شاه انصاري مشال راډیو ته وویل، تر اوسه په مرکز کې د کورونا مثبتو او مشکوکو واقعاتو ته په رسېده ګۍ کې ستونزې نه شته، خو که د کورونا پېښې ډېریږي او په ولسوالیو کې د تجرید مرکزونو فعالولو ته اړتیا پیدا شي،له دې وسایلو به استفاده وشي.

حبیب شاه انصاري د یادو توکو په اړه وايي: "د نړیوال روغتیايي سازمان WHO لخوا ۱۳ کېټونه چې هر یو يې د پنځه سوه ناروغانو لپاره د تداوۍ ظرفیت لري، د موسمي ناروغیو او بیړنیو پېښو لپاره رارسېدلي، چې د پلان مطابق به ناروغان ورڅخه استفاده وکړي."

د ولایت مقام ویاند طالب منګل وايي، یاد توکي د افغانستان د ملي پراختیا شرکت لخوا اخیستل شوي، په دې کې بیټونه، روجايۍ، د سیرمونو لپاره سټېنډونه، بالښتونه او سپنجونه په کې دي.

نوموړی زیاتوي، ولایتي اداره له کورونا سره د مبارزې په ډګر کې جدي ده او په دې برخه کې ورځ تر بلې د خلکو پوهې کچه لوړېږي او په ولسي همکارۍ کې هم پرمختګ منځته راځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG