د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګيلاني کورنۍ: الزام لګوونکې امريکايي‌ښځه بايد له پاکستانه ونه وځي


يوسف رضا ګيلاني

په اسلام اباد کې مېشته د امريکايي ښځې سينتيا رچي د الزامونو په ځواب کې د پاکستان پخواني وزیراعظم او پيپلز پارټي يو مشر، يوسف رضا ګيلاني کورنۍ وايي دا ښځه باید له پاکستانه وتلو ته پرېنښودل شي. رچي پر ګيلاني تور پورې کړی چې هغه یې د دې له خوښې بغېر په غېږ کې نيولې وه. 

د ګیلاني زوی او د پارليمان غړي علي حېدر ګیلاني د جون په نهمه مشال راډیو سره په خبرو کې د سينتيا ريچي تورونه بې ځايه وبلل او زیاته یې کړه چې دوی د خپل پلار د حیثيت پرځای کولو لپاره عدالت ته ځي. نوموړي وويل دغه مېرمن بايد تر هغې په پاکستانه کې پاتې وي تر څو چې د دې مسلې پايلې نه وې په ډاګه شوې.

زما پلار يوسف رضا ګيلاني د سينتيا رچي سره د ټولو خلکو په مخ کې په يوه میلمستيا کې کتلي وو. د هغې الزامونه بې بنياده دي
علي حېدر ګيلاني

هغه زياتوي: ((د سينتيا په اړه ډېرې خبرې داسې دي چې سمې نه دي. دا يوه مرموزه ښځه ده. فکر کوم هغه څه نه ده چې دا یې وايي. دې زما پلار سره په يوه میلمستيا کې کتلي‌وو خو هغه يې نه پېژني. ما سره يې هم يو وخت په يوه غونډه کې وکتل. ماته یې زما د پلار ستاينه کوله چې ډېر ښه سړی دی. زه وايم چې دا ښځه بايد په ECL يا هغه لیست کې واچول شي چې له بهر پرې د تګ بندیز دی. دا بايد پوښتنې ځواب کړي.))

۳۸ کلنې سينتيا ريچي د جون په پينځمه پر خپله فېسبوک پاڼه په خپره کړې ويډيو کې وويل چې پاکستان ته لومړی په ۲۰۰۹ کال کې د چکر او په ۲۰۱۰ کال کې د کار لپاره تللې وه. هغې زياته کړه چې لومړی کار یې د پيپلز پارټي د حکومت پر مهال د صحت وزارت سره د سلاکارې په توګه وو.

د سينتيا رچي تورونه

د سينتيا رچي په وېنا په ۲۰۱۱ کال کې یې د هغه مهال د کورنيوو چارو وزیر رحمان ملک سره د دوه کلنې وېزې د اوږدولو لپاره او پخواني وزیراعظم يوسف رضا ګيلاني سره په يوه ميلمستيا کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې وليدل.

سينتيا زياتوي: ((د هغه وخت د کورنيوو چارو وزیر رحمان ملک پر ما جنسي تېری وکړ. د هغه مهال د صحت وزیر مخدوم شهاب الدين او وزیراعظم يوسف رضا ګيلاني ماته لاس واچوه. ګيلاني د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې نامناسبه غاړه راکړه. زه به نور هيڅکله دا برداشت نه کړم چې څوک دې ماته په نامناسبه توګه لاس راوړي يا دې راته په بد نظر وګوري.))

سينتيا ريچي ويلي چې د دې جنسي زور زیاتی په اړه تر اوسه ځکه غلې وه چې دغه سياستوال زورور دي. هغې د خپلو دغو ادعاوو د تشريح په وخت د هم نيوز ټيليوژن سره د جون په ۷مه په مرکه کې ويلي چې رحمان ملک ورته په شرابو کې بې هوشه ورکړې وه او کله یې چې ورسره جنسي زیاتی وکړ نو بيا یې د ډرايور په لاس ورته ګلونه او دوه زره پاونډه په ګاډي کې کېښودل. د نوموړې په وېنا دا پېسې ورسره د هستوګنې ځای ته ډرايور يوړي او دې یې له اخیستو انکار ونه کړ.

رحمان ملک زما په څښاک کې بې هوشي اچولې وه. پر ما یې جنسي تېری وکړ
سینتيا رچي

د جون په اتمه مشال راډيو ته د سينيټر رحمان ملک دفتر په لېږلې پېغام کې دا تورونه رد کړې او ويلي یې دي ‌چې يوه ښځه څنګه د هغه کس پېسې قبلولی شي چې جنسي تېری یې پرې کړې وي.

د دې دفتر د معلوماتو ترمخه په اسلام اباد کې یې د يو عدالت له لارې غوښتي چې يا دې سينتيا ريچي خپل تورونه ثابت کړي او يا دې هم د رحمان ملک د بدنامه کولو د کوښښ په ناغه کې ۵۰کروړه روپۍ ورکړي.

رچي پر ټويټر ليکلي چې د پيپلز ګوند د ځينو مشرانو د مبیینه جنسي زیاتيوو په اړه یې په اسلام اباد کې د امريکې سفارت له دې پېښې خبر کړی وو خو دغه مهال د سياسي اړيکو د خرابېدو له وېرې دا مسله غلې پاتې شوه.

په دې اړه د امريکې سفارت يوه وياند د جون په نهمه مشال راډيو ته وويل چې هر امريکايي‌وګړي ته ضروري خدمات او ملاتړ ورکوي خو د شخصي حدونو په پام کې نيولو سره د يو داسې چا په اړه مطبوعاتو ته څه نه شي ويلی چې د سفارت سره رسمي کار نه کوي.

د سينتيا رچي په وېنا د پيپلز پارټۍ سره يې دښمني ځکه پېل شوه چې هغوی نه غوښتل دا د تحريک انصاف سره نيزدې پاتې شي.

نوموړې د جون په پينځمه پر فېسبوک خپره کړې ويډيو کې وويل: ((زه په دې نه ووم خبره چې د تحريک انصاف، پيپلز پارټي، مسلم لېګ او نورو ترمنځ د روانو سياسي جګړې روانې دي. د ۲۰۱۰ کال په اخره او ۲۰۱۱ په لومړي سر کې ما د تحريک انصاف سره د ټولنيزو مطبوعاتو يا سوشل ميډيا د ستراتيژۍ جوړولو په برخه کې کار کاوه. دلته ماته واضحه شوه چې پيپلز پارټي ما له تحريک انصافه ليري کول غواړي.))

د سينتيا رچي په وېنا پاکستان سره یې مينه په ۲۰۰۸ کال کې د امريکې په ټيکساس ايالت کې د پاکستاني نيژاده امريکايانو سره د اړيکو له جوړولو پېدا شوه. هغې اينډيپينډينټ اردو ویب سایټ ته ويلي‌چې په ټيکساس کې یې د اوسني وزیراعظم عمران خان سره په ۲۰۱۰ کال کې وليدل او ورسره په رابطه کې پاتې شوه.

سینتيا رچي وايي چې د پاکستان د ښه تصوير ښودلو لپاره په خپل لګښت کار کوي. دا څنګه امکان لري؟ دا هم عجيبه خبره ده چې دې ښځې خپل ارام وطن پرېښی او په هغه پاکستان کې اوسېږي چې دا وايي جنسي زیاتې پرې پکې شوی دی
سحرکامران

د حکمران تحريک انصاف چارواکو د دې تصديق نه دی کړی خو د دې ګوند د ټولنيزو مطبوعاتو سره تړلي يو تن د موضوع د حساسیت له کبله د نوم نه ښودو په شرط مشال راډيو ته د جون په نهمه تاييد کړه چې سينتيا رچي دوی سره د ټولنیزو مطبوعاتو يا سوشل ميډيا د ستراتيژۍ جوړوونې په برخه کې بغېر له تنخا اخیستو کار کړی دی.

د سينتيا رچي د ليکنو ترمخه پاکستان ته تر تګ وروسته یې هلته په اول ځل د سينيټر اعظم خان سواتي د لور په مرسته د پيپلز ګوند د لوړپوړو غړو سره رابطې جوړې شوې. تجار اعظم سواتي پخوا د پيپلز پارټۍ او اوسمهال د تحريک انصاف حکمران ګوند غړی، سينيټر او د وزیراعظم عمران خان سيکريټري دی.

د سينتيا رچي د کار او وېزې په اړه پوښتنې

سينتيا رچي د ويډيوګانو له لارې د پاکستان سېلګرۍ ته د خلکو د راماتولو هڅې کوي. د لوړ معيار په دې ويډيوګانې کې هغه د بلوچستان او قبايلي سيمو په شمول د پاکستان ګڼو ښارونو ته ځي او د خلکو سره ګوري. نوموړې د پوځي افسرانو، پوځي الوتکو، پوځي کښتيوو او د ملکي حکومت لوړپوړو چارواکو سره اخيستي تصويرونه پر انسټاګرام، ټويټر او فېسبوک خپلو لسګونو زرو مينه والو سره شريکوي.

سينتيا رچي د هم نيوز سره په مرکې کې ادعا وکړه چې په پاکستان کې یې ټول کړی کار په خپل لګښت کړی او د دې وجه یې د پاکستان سره مينه ده. د پيپلز ګوند مشران په دې خبره يقين نه کوي. د دې ګوند يوې پخوانۍ سينيټرې او د سېنټ د پاليسي ریسرچ فورم مشرې، سحر کامران په دې اړه د پاکستان جاسوسي ادارې، آيي ايس آيي او کورنيوو چارو وزارتونو ‌ته خطونه لېږلي دي.

نوموړې د جون په نهمه مشال راډيو ته وويل چې په دې اړه د چارواکو له خوا شوی پرمختګ دې سره شريک شوی خو دا یې اوسمهال رسنيوو ته تفصيل نه شي ورکولی. ((ما ښې پوښتنې کړې دي. د دې ښځې وېزه څه قسم ده؟ په کوم حیثیت په پاکستان کې اوسېږي؟ څوک يې مالي‌مرسته کوي؟ دې ښځې ولې خپله امريکا پرېښې او زما په هغه ملک کې اوسېږي چې د دې په وېنا جنسي پکې پرې شوی دی. موږ غواړو چې پوه شو!))

له ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې د پاکستان د کورنيوو چارو وزیر پاتې شوي، احسن اقبال د جون په نهمه مشال راډيو ته وويل چې د ده په وخت کې د سينتيا رچي وېزه نه ده غځول شوې او نه هم دې مېرمنې د کورنيوو چارو وزارت سره کار کړی دی.

موږ به دا وګورو چې د سينتيا رچي وېزه څه قسم ده او چا ورته په کوم کوم وخت کې نوې کړې ده
د کورنيوو چارو وزیر مملکت، شهزاد اکبر

اوسمهال د پاکستان د کورنيوو چارو وزیر مملکت شهزاد اکبر د جون په اتمه د اې ار وايي نيوز په يوه خپرونه کې وويل چې وفاقي تحقیقاتي اداره په دې اړه پلټنې کوي او دا معلومول غواړي چې د هغې وېزه څه رقم ده.

د هغه په وېنا له پاکستانه بهر ته د سينتيا ريچي په سفر بندیز لګول يا نه لګولو فېصله به د دې تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته ممکنه وي.

د عامه اړيکو او د فلم جوړونې د کار دعوه لرونکې سينتيا رچي د شخصي ژوند په اړه پر انټرنيټ ډېر څه نشته. يوازيني هغه معلومات دي چې نوموړې پخپله خپاره کړې دي.‌ مثلا هغې پر ټويټر د خپل ملګرې ذکر کړی چې په پاکستان کې یې ورسره ملاقات شوی او ډېر ژر به یې کوژدنه رسمي شي. هغه د سينتيا رچي ډاټ کام په نامه يو ویب سايټ هم لري خو هرچاته یې د لوستلو اجازت نشته. د دې ویب سایټ کتلو لپاره بايد سينتيا يو پاسورډ درکړي.

XS
SM
MD
LG