د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، افغانستان او نړۍ کې د کورونا تازه شمېرې


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر یو لک اته زره درې سوه اوولس ته رسېدلی دی.

د پاکستان سرکاري شمېرې ښيي چې د جون تر نهمې پورې له کورونا ناورغۍ ۲۱۱۲ زره، کسان مړه شوي او ۳۴۳۵۵ پاخه شوي دي.

په سند صوبه کې تر ټولو زيات ۳۹۵۵۰د کورونا کېسونه رپورټ شوي دي.

د هېواد سرکاري ویبپاڼې له مخې د جون تر اتمې پورې په ملک کې ټول اووه لکه،۵۸۳۳ زره کسانو د کورونا ټېسټونه شوي دي.

اخوا د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې په کورونا وایرس۵۷۰ نور کسان اخته شوي دي.

دغه وزارت د جون پر اتمه په یوه معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې ۱۲ کسان مړه شوي او یو ۳۲۹ تنه نور بیرته ښه شوي دي.

له دې سره په افغانستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر نږدې ۱۹ زرو ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې له کورونا وایرسه ۱۷ سوه او ۶۳ تنه روغ شوي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۷۲ لکه کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۴۰ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۳۵ لکه ترې بیرته ښه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG