د لاسرسي ځای

تازه خبر

پلازما څه ده او ایا د کورونا علاج کولی شي؟


په نيدرلېنډ کې د کورونا وایرس له يوه مریض څخه پلازما اخیستل کېږي
په نيدرلېنډ کې د کورونا وایرس له يوه مریض څخه پلازما اخیستل کېږي

د نړۍ نورو هېوادونو په څېر په پاکستان هم طبي ازموینې روانې دې چې د کووېډ-۱۹ ناروغانو درملنه له رنځه د رغېدلو کسانو د پلازما په انتقالولو وشي.

د پاکستان د روغتيا ملي ادارې (نېشنل هيلت انسټېټيوټ) د مې په مياشت کې اعلان کړی وو چې د هېواد په بېلا بېلو روغتونونو کې يې پر ازمېښتي بنياد د پلازما انتقالولو له لارې د کورونا وايرس رنځورانو علاج پیل کړی دی.

د پاکستان په شمول په ګڼو هېوادونو کې د کورونا وایرس له مريضانو په دې هيله پلازما اخیستل شوې چې د دې وايرس علاج وموندل شي

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین له ووهان ښاره شاوخوا ټولې نړۍ ته خپور شوی. د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د دې وايرس د جوړښت، خپراوي، ناروغۍ او درملنې په اړه څېړنې روانې دي او د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) یې وخت په وخت په اړه د څېړنو پر اساس شوي معلومات شریکوي.

د دې وایرس ناروغۍ ته کووېډ – ۱۹ ویل کېږي چې تر اوسه هېڅ علاج او ويکسين نه لري. په روانو څېړنو او کوښښونو کې د پلازما انتقال هم شامل دی. د پېښور په حيات اباد ميډيکل کمپلېکس د کووېډ-۱۹ رنځورانو څخه د پلازما اخيستو مرکز جوړ شوی دی. دلته د کورونا وايرس ناروغانو ته انتقالېږي.

پلازما څه ده؟

د حيات اباد ميډېکل کمپلېکس د کورونا وایرس ساتنې په وارډ کې کارکوونکي ډاکټر عبدالحي وزير د جون پر اوومه نېټه مشال راډیو ته وويل، پلازما د مايع يا اوبو په شان هغه مواد دې چې د انسان په وينه کې وي چې کار يې خليې او خوراکي مواد د بدن نورو برخو ته انتقالول دي.

په امريکې کې له يوه مريض راویستل شوې د کورونا وایرس خليې تر مايکروسکوپ لاندې
په امريکې کې له يوه مريض راویستل شوې د کورونا وایرس خليې تر مايکروسکوپ لاندې

کله چې له وينې سرې، سپینې او نورې خلیې بېلې شي نو زېړبخنې اوبه پاته شي چې دا په اصل کې پلازما وي. وينه ۴۵ فيصده له خليو یا حجرو او ۵۵ فيصده له پلازما جوړه وي.

د ډاکټرانو په وينا کله چې جراثيم د انسان بدن ته داخل شي نو مدافعتي نظام د هغه ختمولو کوشش کوي. پر دې مهال د انسان په پلازما کې د جراثيم ضد مواد جوړېږي چې ورته اېنټي باډیز ویل کېږي. اينټي باډيز د جراثیمو په وړاندې مقاومت کوي.

ډاکټر سلمان خان چې د کورونا وایرس له ناروغۍ جوړ شوی او خپله پلازما يې نورو رنځورانو ته د انتقالولو لپاره عطيه کړې، وايي، اېنټيباډيز ته په ساده ژبه کې د انساني بدن ساتونکي يا پوځ هم ويل کېدای شي او چې کله چراثيم پر بدن حمله وکړي نو دغه عسکر يې د ختمولو هلې ځلې پیل کړي.

د وينې په شان پلازما يوازې هم هغه کس ته انتقالېدای شي چې د وينو ګروپونه يې يو ډول وي. له وینې څخه د پلازما ایستل له مالي پلوه ګران تمامېږي.
ډاکټر فهيم الله

نوموړي د جون پر اوومه نېټه مشال راډيو ته وويل دوی له کووېډ-۱۹ څخه د رغېدلیو کسانو په پلازما کې د کورونا وايرس ضد اېنټیباډيز ليدلي دي او چې کله دا پلازما د کورونا وایرس بل ناروغ ته انتقال شي نو پکې موجودې اینټباډيز یې پر ضد جګړه پیل کړي.

هغه زياتوي: ((دا طریقه لا هم په ازمېښتي مرحله کې ده او سل په سله دا ثابته نه ده چې دا د کورونا وایرس ناروغان په بشپړه توګه رغولی شي او که نه؟))

د پېښور د خيبر ټيچنګ هسپتال د کورونا وایرس ناروغانو وارډ ډاکټر فهيم الله وايي، د ناروغه کس په بدن کې د اېنټیباډيز جوړېدل شاوخوا ۲۸ ورځې وخت اخلي. د ده په خبره، د ويني په شان پلازما يوازې هم هغه کس ته انتقالېدای شي چې د وينو ګروپونه يې يو ډول وي البته دی وايي چې له وینې څخه د پلازما ایستل له مالي پلوه ګران تمامېږي.

ډاکټر فهيم الله د جون پر اوومه نېټه مشال راډيو ته وويل، کله چې د يو کس له بدن وينه واېستل شي نو ورڅخه د پلازما د بېلولو لپاره يو خاص مشين کارول کېږي چې بيه يې ۲۰ زره پاکستاني روپۍ ده او يو مشين يوازې د دوو کسانو لپاره استعمالېدای شي. نوموړي زياته کړه چې د پېښور په درې غټو هسپتالونو خيبر ټيچنګ، لېډي ریډنګ او حيات اباد ميډيکل کمپلېکس کې به ښايي له اندازې سره سم، د کورونا تر ۱۰۰ زياتو رغېدلو کسانو خپله پلازما عطيه کړې وې چې دی هم پکې شامل دی.

ډاکټر فهيم الله د دومره لږ خلکو د پلازما د ورکولو وجه دا ده چې يو خو د اېنټیباډيز په جوړېدو کې شاوخوا ۲۸ ورځې وخت لګېږي، دويم دا چې خورا کمه موده کېږي چې پاکستان د پلازما ناروغانو ته د انتقالولو ازموينې پیل کړې دي او درېيم لوی لامل يې دا دی چې په خلکو کې د دې د عطيه کولو په اړه پوهاوی نشته

XS
SM
MD
LG