د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د کورونا وایرس مخنيوي لپاره نوی پلان اعلان کړ


 په هرات کې د یوې مېرمنې تبه کتل کېږي
په هرات کې د یوې مېرمنې تبه کتل کېږي

افغان حکومت کوورنا وايرس سره د مبارزې په هدف محدودیتونه د راتلونکو نورو دریو میاشتو لپاره وغځول او په عامه ځايونو کې یې د ماسک اغوستل لازمي وګرځول.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د برخې مرستیال وحید مجروح د جون په شپږمه په کابل کې خبريالانو ته وويل که خلک د حکومت په لارښونو عمل ونه کړي نو حالات به تر دې بد شي.

د لارښوونو او حکومتي پلان ترمخه، په دريوو مياشتو کې به ښوونیز او تحصیلي مرکزونه، رستورانتونه، د ودونو سالونونه، ورزشي لوبغالي او میدانونه او دغه شان ښاري بسونه فعالیت نه لري. خو دکانونو او تولیدي فابریکو ته بیا له ماسکونونو څخه په استفادې، د دوه متره فاصلې په پام کې نیولو او دغه شان شخصي او محیطي روغتیا ته په پام کې نیولو سره د فعالیت اجازه ورکړل شوی ده.

د افغان حکومت د دغه نوې پرېکړې پر بنسټ په عمومي ځایونو کې له ماسکونو استفاده جبري ګڼل شوې او دغه شان هغه کسان چې عمر یې له ۶۵ پورته وي باید له خپلو کورونو راونه وځي.

ډاکټر وحيد مجروح د جون په شپږمه په کابل کې خبريالانو ته وويل خلک بايد د حکومت سره د لارښوونو په عملي‌کولو کې د مرستې په کولو سره د کورونا وایرس مخه ونیسي.

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د کورونا وایرس پر صورتحال په ژوندۍ بڼه شمېرې خپرونکي، د امریکا جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د جون تر اوومې پورې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر۱۹،۵۵۱ ته رسېدلی. د شميرو ترمخه په هغه هېواد کې کورونا وایرس تر اوسه ۳۲۷ کسان وژلي خو ۱۸۳۰ کسان بېرته رغېدلي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره او اوس د نړۍ ګڼو هېوادونو ته خپور شوی دی. د روغتيا نړيوالې ادارې د لارښوونو ترمخه، د دې وايرس د خپرېدو د مخنيوي لپاره دې خلک له يوه بله فاصله وساتي، ماسک دې وکاروي او په بيا بيا دې لاسونه په صابن ومينځي. تر اوسه پورې د دې وايرس څخه بچ کېدو لپاره ویکسين نه دې موندل شوي.

XS
SM
MD
LG