د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: محمد صادق د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکل شو


محمد صادق د صوابۍ پښتون دی.

محمد صادق چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت پخوانی ویاند او د افغانستان په ګډون په یو شمېر هیوادونو کې د پاکستان سفیر پاتې شوی د جون پر شپږمه د افغانستان لپاره د اسلام اباد ځانګړی استازی وټاکل شو.

د پاکستان د سرکاري راډیو د یو راپور تر مخه د جون پر شپږمه، په اسلام اباد کې د محمد صادق سره تر لیدو نه وروستو د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هیله څرګنده کړه چې د نوموړي ټاکنه به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په رغولو کې مرسته وکړي.

محمد صادق د خیبر پښتونخوا د صوابۍ وسیدونکی، تجربه کار سفارتکار دی او تر دې ه دی وړاندې ۵ کاله په په افغانستان کې د پاکستان سفیر پاتې شوی دی. نوموړي د قامي سلامتۍ کونسل د سکرتر او د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په توګه هم وظیفه ترسره کړې ده.

پاکستان په داسې حال کې د کابل لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی چې په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې ګړندۍ شوي دي.

تر پاکستان وړاندې د نړۍ یو شمېر نورو هیوادونو هم د افغانستان لپاره ځانګړي استازي ټاکلي دي چې پکې روسیه او امریکا هم شامل دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG