د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، افغانستان او نړۍ کې د کورونا تازه شمېرې


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د کورونا وایرس د مثبتو پېښو شمېر ۹۳ زره ۷۴۸ ته رسيدلی دی.

د هېواد د حکومتي ویبپاڼې له وینا سره سم، د جون د شپږمې تر سهاره، د کورونا وايرس له کبله ۱۹۳۵کسان مړه شوي خو له ۳۲ زرو زيات کسان بیرته روغ شوي هم دي.

اخوا د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې په کورونا وایرس ۹۱۵ نور کسان اخته شوي دي.

دغه وزارت د جون پر شپږمه په یوه معلوماتي پاڼه کې ویلي، په دې موده کې نهه کسان مړه شوي او یو ۱۷۸ تنه نور بیرته ښه شوي دي.

له دې سره په افغانستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر نږدې ۱۹ زرو ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې له کورونا وایرسه ۱۷ سوه او ۶۳ تنه روغ شوي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۶۷ لکه کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۳۹ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۲۹ لکه ترې بیرته ښه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG