د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د سټیل میل زرګونه مزدوران احتجاج کوي


د ارشیف انځور

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د فولادو یا د سټیل میل کارکوونکي د مظاهرو په ترڅ کې له حکومته غوښتنه کوي چې د هغوی له کاره د لرې کولو پرېکړه دې واپس واخلي.

دوی د جون له درېیمې نېټې راهېسې پر احتجاج لاس پورې کړی دی دی. په دغه نېټه د پاکستان د وزیراعظم د اقتصادي چارو سلا کار عبدالحفیظ شېخ په مشرۍ کې د مالي چارو رابطه کمېټۍ د یادې کارخانې د ۹۳۰۰ کارکوونکیو له دندو د لرې کولو پرېکړه وکړه.

خو د پاکستان سټيل مل د مزدورانو ټولنه وايي، تر هغې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي چې حکومت خپله پرېکړه واپس اخېستي نه وي.

د مزدورانو د ټولنې یو مشر عمیر احمد صدیقي د جون پر پنځمه مشال راډیو ته وویل، حکومت دې د هغو چارواکو خلاف اقدامات وکړي چې سټیل میل یې دې حالت ته رسولی دی. هغه وايي، د مزدورانو له دندو لرې کول د ستونزې حل نه دی او حکومت دې زر تر زره خپله فیصله واپس واخلي.

خو بل پلو حکومت وايي، د ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو راهېسې میل په تاوان کې روان وو او بیا په ۲۰۱۵ کې د هغه مهال حکومت چې مشري یې مسلم لیګ (ن) کوله دا میل وتړلو. او له هغه وخته حکومت ۳۵ اربه روپۍ د کارخانې ملازمینو ته د تنخاګانو په شکل کې ورکړي دي، خو دا لړۍ نوره جاري نه شي ساتلی.

په پاکستان کې د اپوزیشن ګوندونه هم پر دغې حکومتي پرېکړې خوشاله نه دي او پرې نیوکې کوي. خو حکومت وايي، د فولادو دا کارخانه خصوصي سېکټور (پرایویټ ادارو) ته ورکول غواړي چې حکومت ته د اوړیدونکي تاوان مخه ونیول شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG