د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د غلام خان بندر خلاصولو هڅې کوي: مشعل


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د خوست د ولسونو د پرلپسې غوښتنو او د کرښې په پورې غاړه کې د پرتو قومونو لیوالتیا ته په کتو، یو ځل بیا د افغان حکومت له خوا د غلام خان بندر د ترانزیت او سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد د پیلیدو لپاره هڅې پیل شوي دي.

د رسمي سرچینو د مالوماتو له مخې غلام خان بندر چېد نورو لارو په پرتله د پاکستان ستر سوداګریز بندر کراچۍ ته ۴ سوه کیلومتره نږدې دی، په دې سیمه کې له مخکې دواړو لورو کې د ترانزیټ او سوداګرۍ لپاره ځینې اساسي تاسیسات جوړ شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ د غلام خان بندر د ترانزیټ د پروسې د چټکتیا او د سوداګریزو توکو د لیږد رالیږد د بیا پیل لپاره د افغان ولسمشر د لارښوونې سره سم په پاکستان کې د افغان سفیر په ګډون د مالیې، بهرنیو چارو، سوداګری او یو شمېر نورو وزارتونواستازو د دې بندر لیدنه وکړه.

په وروستیو دوه لسیزو کې مرکزي حکومت خوستوالو سره د غلام خان بندر د ترانزیټ کیدو ژمنې کړي، خو تر اوسه علمي شوي نه دي.

خوست والي محمدحلیم فدايي مشال راډيو ته وویل، د ولسمشر څرګند لومړیتوب، لارښوونه او غوښتنه چې د کابینې غونډې ته يې وړاندې کړه، داوه چېنور باید ددې بندر تخنیکي کارونهبشپړ شي.

ده وویل، د خوست د سیمه ییزې ادارې لخوا دوی ته راجع شوي کارونه بشپړ شوي او اوس په وزارتونو کې هم روحیه داسې ده چې ټول غواړي، غلام خان بندر لاره ترانزیټي او سوداګریزه شي.

د غلام خان بندر ترانزیټ کېدل چې څومره افغان حکومت پورې اړه لري، په هماغه اندازه د پاکستان حکومت موافقه او لیوالتیا هم په کې اړینه ده.

په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل چې د غلام خان بندر په اړه د مرکزي حکومت په پلاوي کې شامل دی او اته میاشتې مخکې د پاکستان له لارې هم دې بندر ته تللی وو، وویل، یاد هېواد سره په پرنسیب کې د غلام خان بندر په اړه نتیجې ته رسیدلي دي.

نوموړي زیاته کړه: "د پاکستاني طرف سره موږ خبرې کړي، په پرنسیب کې موږ نتیجې ته رسیدلي یو، خو اېخوا ته هم تخنیکي مسایل پاتې دي، هغوی ماته اطمینان راکړی، چې ډېر ژر به خپلې چارې ترسره کړي، هغه موارد چې زموږ په خوا کې پاتې دي، هغه مو لیست کړي او ډېر ژر به ولسمشر سره شریک شي، دا پروژه نه یوازې افغاني سوداګرو لپاره بلکې ددې زون او ټول افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري."

د مشرانو جرګې غړي لیاقت الله بابکرخېل وايي، د غلام خان بندر د ترانزیټ پر وړاندې ستونزې شته، خو دوی ته تر ستونزو او ننګونو د دې بندر ترانزیټ کېدل مهم دي.

ده وویل، د ولسمشر واضح تصمیم دادی، چې غلام خان باید ترانزیټ شي، ستونزې به وي، خو که کوم وزارت او یا ادارې ستونزې جوړولې، نو د خوست ولسونه او شخصاً ولسمشر به په جریان کې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه نواب امیرزي وویل، غلام خان بندر له پنځوسو کلونو راهیسې رسمي بندر دی او په ۲۰۱۳ کال کې پاکستان هم د دې بندر د رسمي کیدو تصدیق کړی دی، خو د ترانزیټ مراحل يې نه دي بشپړ شوي.

نواب امیرزی له افغان ولسمشر وغوښتل، چې د غلام خان بندر پر وړاندې پرتو خنډونو ته حل لاره پیدا کړي.

یو تن خوستی سوداګر نورافغان ځدراڼ وايي، چې د غلام خان بندر ترانزیټ کیدل د خوستوالو د کلونو-کلونو هیله ده، ځکه تر څو چې دا بندر رسمي ترانزیټ نه شي، پدې ځای کې اساسي سوداګري نشي کیدلی.

نوموړی زیاتوي، دوی د انټرنیټ پر مټ سوداګري کوي، خو په مالونو کې ستونزې وي.

نور افغان ځدراڼ غلام خان بندر د مساپرو د تګ او راتګ او ناروغانو د انتقال لپاره خلکو تهګټوره او اقتصادي بولي.

په خوست کې د ولسي جرګې وکیل هلمند هلمند بیا په خپلو خبرو کې وویل، د غلام خان بندر د ترانزیټ لپاره ډیری شرایط تیار شوي دي، خو که غوښتنه داوي چې ټول شرایط دې برابر شي، نو په یو وار د ټولو شرایطو برابرول ممکن نه دي.

ده له افغان سفیر وغوښتل، چې د پاکستان سره د خپلو ۶ میاشتنیو ناستو تر مهاله که پدې اړه وړې ستونزې او نیمګړتیاوې وي، حل او پاکستان حکومت دې وهڅوي، چې د غلام خان بندر د ترانزیټ موافقې ته تیار شي.

په دې وروستیو کې په ملي شورا کې د خوست د خلکو یو شمېر استازو او د ځايي ادارې مسوولینو د غلام خان بندر د ترانزیټ مساله د ولسسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو، سوداګرۍ، او مالیې سرپرست وزیرانو او نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره هم شریکه کړې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG