د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګورکن اسلم خان تر کورونا وبا مخکې او اوس


د کوټې مشرفي بای پاس ادیرې یو ګورکن اسلم خان
د کوټې مشرفي بای پاس ادیرې یو ګورکن اسلم خان

له اسلم خان سره چې مو مرکه کوله نو هغه مهال يې د يوه ماشوم لپاره قبر کېنده.

د هغه د ګاونډيانو کار او روزګار له ژونديو سره تړلی دی خو د اسلم خان هغه له مړو سره.

د ده ګاونډيان چې سهار راپاڅي نو بازارونو يا دفترونه ته مخه وکړي خو اسلم خان بېلچه او کلنګ په اوږه د اديرې پر لور روان شي.

له تېرو اتو کالونو راهيسې اسلم خان شپه پر کور تېروي او ورځ په ادیره کې په ګور کیندلو


۴۰ کلن اسلم خان ګورکن دی او له تېرو اته کالونو راهيسې د کوټې مشرقي بای پاس هديره کې قبرونه کیندي. د يوه قبر پر سر پنځلس سوه يا دوه زره روپۍ اخلي.

خو له کله چې د پاکستان د نورو برخو په څېر په کوټه کې هم کورونا وايرس خپور شوی د اسلم خان کار هم ورسره زيات شوی دی.

ګورکن اسلم خان
ګورکن اسلم خان


د وايرس تر خپرېدو له مخه به هغه او د ده درې ملګرو، که به مړی ول او که نه قبرونه کېندل او چې به چا ته ضرورت ول پر هغو به يې خرڅاوه.

اسلم خان او ملګرو يې ۵۰ قبرونه اېستلي ول چې دده په وينا ناڅاپه هديرې ته د مړو وروړل زيات شو او يوازې د روزې په مياشت کې يې ۵۰ سره قبرونه خرڅ شول.

اسلم خان وايي، د کورونا وايرس تر خپرېدو له مخه به د ورځې دوه درې مړي ښخېدل خو اوس اته يا نهه وروړل کېږي. هغه وايي، د روزې په مياشت کې يوازې د يوې جمعې پر ورځ شاوخوا ۱۳ مړي ښخ شول.

کله چې مې د جون پر لومړۍ نېټه مازيګر مهال له اسلم خان سره مرکه کوله نو هغه وويل چې نن درې مړي ښخ شول او يوه ورځ له مخه يانې د مې پر ۳۱مه نېټه شپږ مړي وروړل شوي ول.

د کوټې مشرقي بای پاس ادیره
د کوټې مشرقي بای پاس ادیره

له تېرو اتو کالونو راهيسې اسلم خان شپه پر کور تېروي او ورځ په ادیره کې په ګور کیندلو. په دې موده کې يې دومره زيات مړي ليدلې او ښځ کړي چې اوس د ده په خبره د مړو په ليدو عادت شوی دی.

خو اته کاله وړاندې داسې نه وه. هغه چې کله قبر کیندل روزګار وګرځاوه نو ټوله ورځ به يې د مړو په منځ کې تېره کړه او چې کله به يې د شپې د خوب لپاره سترګې پټې کړي نو هغه مړي به په خوب ژوندي ورته راغلل.

دا له مرګ او مړو څخه د ويرېدو يو نفسیاتي کيفيت وو خو اسلم خان وايي چې اوس دومره ورسره اموخته شوی چې د پخوا غوندې ډاروونکي خوبونه نه ويني.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG