د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د کورونا وړجنو شمېر تر چین ډېر


پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس څه باندې ۴،۸۰۰ نویو مثبتو پېښو خبر ورکړل شوی.
پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس څه باندې ۴،۸۰۰ نویو مثبتو پېښو خبر ورکړل شوی.

په پاکستان کې د کوروناویروس د مثبتو پېښو شمېره تر چین واوښته، د پاکستان مثبتې پېښې تر ۸۵ زره ۲۰۰ تېرې شوې.

په چین کې چې د دې اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ د خپرېدو اصلي مرکز دی د کوروناویروس مثتبې پېښې څه باندې ۸۳ زرو ته رسېږي.

پاکستان کې روانه اوونۍ د کوروناویروس پېښې ډېرې زیاتې شوې دي. د سې شنبې له ورځې راهیسې په پاکستان کې هره ورځ په زرګونه کسان په کوروناویروس اخته کېږي او په قربانیانو کې یې تر اوسه یو شمېر وکیلان هم شامل دي.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کوروناویروس د څه باندې ۴،۸۰۰ نویو مثبتونو پېښو خبر ورکړل شوی دی.

پاکستان چې ۲۲۰ میلیونه وګړي لري د فبرورۍ وروستیو کې پکې د کوروناویروس پېښې لیدل شوې دي. تر روانې اوونۍ پورې هلته مثبتې پېښې ډېرې نه‌ وې، خو د سې شنبې په ورځ په پاکستان کې په یوه ورځ د کوروناویروس مثبتې پېښې ۴،۱۳۱ ته ورسېدې او دا شمېره نن نوره هم لوړه شوې ده.

پاکستان
پاکستان

په دغه بې‌وزله هېواد کې د ځینو راپورونو له مخې لږ عامه پوهاوی د دې سبب شوی دی چې کوروناپه‌کې په چټکۍ خپره شي.

د ازادي راډیو مشال څانګې په یوه راپور کې د خلکو په وینا خبر ورکړی دی چې په فېس‌بوک او نورو خواله رسنیو کې دروغ اوازې خپرېږي او بیا یو شمېر خلک باور پرې کوي چې د روغتیایي کارکوونکو کارونه له دې اوازو سره نور هم سخته کېږي. د اکسپرس ټربیون ورځپاڼې د روغتیایي راپورونو خبریال عمر فاروق وایي چې په پاکستان کې رسنۍ هڅه کوي چې د درواغو خبرو مخه ونیسي.

ده زیاته کړه: "په مخکې ورځو کې داسې خبرونه خپاره شوي وو چې د کوروناویروس ناروغانو ته پيچکاري ورکول کېږي بیا له دې پيچکاري دا ناروغان مري او مړی یې په درې زره ډالرو خرڅېږي، موږ هڅه کوو چې څومره نوي معلومات ترلاسه کوو او څه نوي پرمختګونه کېږي هغه هم له خلکو سره شریک کړو او دې خلکو ته ووایو چې دا نورې خبرې حقیقت نه‌لري."

په پاکستان کې د کوروناویروس د چهارشنبې د ورځې په قربانیانو کې دوه هم وکیلان دي.

۶۵ کلن میا جمشیدالدین کاکاخېل د خېبر پښتونخوا د صوبایي پارلمان غړی پنځم وکیل دی چې کوروناویروس‌یې ژوند اخلي. وروسته تر دې چې د ده کوروناټسټ مثبت شو دی په پلازمېنه اسلام‌اباد کې په عاجله خونه کې بستر شو او هلته‌یې ساه ورکړه.

په همدې ورځ د پنجاب صوبې د پارلمان غړی شوکت منظور چیما د کوروناویروس له امله مړ شو.

یوه ورځ مخکې تر دې غلام مرتضی بلوچ چې د خلکو د مېشتېدو د چارو صوبایي وزیر و د سند صوبې په مرکز کراچۍ کې په روغتون کې مړ شو.

په همدې سې شنبې د پاکستان د مرکزي پارلمان غړی ۶۱ کلن حاجي منیر اورکزی په خېبر پښتونخوا کې د زړه د ناروغۍ له امله وفات شو، ده تر دې مخکې د کوروناویروس ناروغي تېره کړې وه.

د پاکستان پارلمان
د پاکستان پارلمان

نږدې دوه اوونۍ مخکې د پنجاب د پارلمان غړې ۶۰ کلنه شاهین رضا چې د کاکاخېل په څېر د تحریک انصاف واکمن ګوند غړې وه کوروناویروس ووژله او دوه اوونۍ مخکې د بلوچستان د صوبایي اسمبلۍ د غړي سید فاضل اغا ژوند هم کوروناویروس واخیست. فاضل اغا یو وخت د بلوچستان ګورنر هم و.

یو شمېر سیاستوال او د اپوزېشن غړي وزیر اعظم عمران خان تورنوي چې تېره میاشت‌یې د کوروناد مخنیوي لپاره بندیزونه سست کړل او په کار ده چې د دې اخیستونکې او وژونکې ناروغۍ د مخنیوي لپاره‌یې نورې هڅې کړې وای.

حکومت وایي چې د کوروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي او د سې شنبې په ورځ د وزیر اعظم عمران خان له دفتره په خپاره شوي ټویټ کې له خلکو وغوښتل شول چې روغتیایي اصول سم خپل کړي چې د 'کووېډ-۱۹' مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG