د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: ماشومان له تشدده وساتئ


په پېښور کې ماشومان په پلاستيکي ټوپکو لوبې کوي
په پېښور کې ماشومان په پلاستيکي ټوپکو لوبې کوي

نن (د جون څلورمه) په ټوله نړۍ کې د تشدد د قرباني ماشومانو د ملاتړ ورځ ده. ملګري ملتونه دا ورځ ځکه لمانځي چې د خلکو پام د ماشومانو حقونه ته ورواوړي. دا اداره وايي جګړې، غریبي، بې تعليمي، کورنی تشدد او د ژوند بنيادي سهولتونو نشتوالی پر ماشومانو زور زیاتي ته لار برابروي. 

د خېبر حاجت ګل په ۲۰۱۴ کال کې د جګړو او پوځي عملياتو له وجې له تيراه څخه لواړګي ته کډه شو. هغه مهال دی د ۱۰ کالو وو چې د پلار ترمرګ وروسته ورته د کورنۍ پالنه ورترغاړې شوه. نوموړي مشال راډيو ته وويل: (( زه له سکوله راغلم. تازه مې جامې بدل ېکړې وي چې په چاودنې خبر شوم. پلار مې شهيد شوی وو. ډېره سخته وه. پلار مې دهقان وو خو چې ژوندی وو نو زموږ څه غم نه وو.))

۲۵۰ ميليونه ماشومان په داسې ځايونو کې اوسي چې يا پرې جګړې تېرې شوې او يا هم اوس له جګړو تېريږي
ملګري ملتونه

د حاجت ګل په شان ماشومانو له حالته د نړۍ خبرولو او هغوی سره د مرستې لپاره، ملګري ملتونه هر کال د جون په څلورمه د تشدد قرباني ماشومانو ورځ لمانځي. دې ادارې پرخپل ويب سايټ ليکلي چې په نړۍ کې ۲۵۰ميليونه ماشومان په هغو ځايونو کې اوسي چې يا پکې جګړې تېرې شوې او يا پکې اوس هم روانې دي چې د ماشومانو پر ژوند تر ټولو ډېره بده اغېزه کوي.

په دغسو ځايونو کې پاکستان هم دی چې د دې ادارې تر مخه په ۲۰۰۹ کال کې یې په قبايلي سيمو کې د پوځي عملياتو په شروع کولو سره دوه اعشاريه اته ميليونه خلک بې کوره شول. ملګري ملتونه وايي دې کډوالۍ او خونړيوو بريدونو تر لويانو ماشومان ډېر وځپل.

'د نورو ماشومانو ژوند مو خوندي کړئ'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:13 0:00

د ترهګرۍ په اړه شمېرې ساتونکي ویب سایټ، د جنوبي ايشيا ټيروریزم پورټل ليکلي چې له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۹ کاله پورې په پاکستان کې ۲۲۶۵۷ ولسي وګړي وژل شوي دي. په دوی کې د مومندو يو شاعر ضیاولي شاه ضیا هم وو چې د ۲۰۱۰ کال د دیسمبر په شپږمه په غلنۍ کې په ځانمرګي بريد کې د ۵۰ نورو کسانو سره يو ځای ووژل شو. له هغه څلور ماشومان پاتې دي.

د هغه وراره ، احمد علي چې اوس د ۱۷ کلونو دی وايي دې پېښې يې د ټولې کورنۍ پر ماشومانو نفسياتي فشار زیات کړی دی. هغه د جون په درېيمه مشال راډيو ته وويل: ((تره مې ډېر ښه سړی وو. ښه شاعر هم وو. زما اوس هم ډېر ډېر يادېږي. موږ ورپسې ډېر زیات خفه يو.))

زه هم غواړم چې تعليم وکړم او ماسټر شم خو نه شم کولی. غریبي مو ده. د کورنۍ ساتلو لپاره بايد مزدروي وکړم
ارباز

د ۲۰۱۴ کال د ديسمبر په ۱۶ پر پېښور ارمي پبلک سکول د تحريک طالبان پاکستان بريد د دې هېواد په تاريخ کې پر ښوونځيوو تر ټولو لوی برید دی. په دې حمله کې د ۱۳۰ ماشومانو په شمول ۱۴۸ کسان وژل شوي وو. دې بريد دومره وېره خپره کړه چې د خېبر پښتونخوا حکومت آن استادانو ته د وسلې استعمالولو روزنه ورکول پېل کړه. ايډوکېټ فضل خان چې په دې بريد کې یې زوی وژل شوی، د جون په درېيمه مشال راډيو ته وويل دا فېصله ځکه سمه نه وه چې دې کار په خلکو کې د وېرې کمولو پر ځای وېره زیاته کړه: ((حکومت په سکولونو کې امنيتي کيمرې ولګولې. استادانو ته يې وويل چې سکولونو ته د ځان سره ټوپک يوسئ. دې پر ماشومانو ډېره بده اغېزه وکړه.))

ملګري ملتونه هر کال د جون په څلورمه د تشدد قرباني ماشومانو د ورځې د لمانځلو په وخت د عامي پوهاوي د کمپاينونو له لارې پر خلکو تاکيد وکړي چې په هر قسمه حالاتو کې بايد ماشومانو ته ځانګړی پام وشي. د دوی په وېنا کوښښ کوي چې خلک پوه شي چې تشدد يوازې وژل نه دي. د دوی د تعريف تر مخه، په جنګونو کې د سرتيرو او ځانمرګو بریدګرو په توګه د ماشومانو کارول، له ۱۸ کلنۍ مخکې ودونه، کډوالي‌یا مهاجرت او د ماشومانو مزدوري کول هم په تشدد کې راځي.‌

په کوټه کې د بېوزله او یتیمو ماشومانو استوګنځی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:35 0:00

د کوټې ښار په يوه مسري خانه کې د وړو موټرو مرمت کېږي. دلته کارکوونکی يو ماشوم د ملګرو ملتونو د شمېرو تر مخه په پاکستان کې په هغو درې اعشاريه درې ميليونه ماشومانو کې شامل دی چې په دې هېواد کې په مزدورۍ بوخت دي. د هغه نوم ارباز دی. نوموړي ته خپل عمر معلوم نه دی خو په بدن نری او په قد وړوکی دا هلک چې هره ورځ د سهار له اوو د ماښام تر اتوو کار کوي، له شکل او صورته د لسو يا يوولسو کلونو معلومېږي. نوموړي مشال راډيو ته وويل که بې امنيوو اقتصاد نه وای خراب کړی، اوس به یې د پلاس او رینچونو پر ځای قلم او کتابونه په لاس کې وای.

په پاکستان کې د بلاغت عمر اتلس کاله دی. دلته له تشدده د ماشومانو ساتلو لپاره قوانين شته دي. د بشري حقونو وزارت پر خپل ويب سايټ‌ليکلي چې په دې اړه خلکو ته د معلوماتو رسولو لپاره یې د ۲۰۲۰ کال د عامه پوهاوي پروګرام لپاره ۵۵ میليونه روپۍ بېلې کړې دي.

موږ د مرستې يوه شمېره لرو. ۱۰۹۹. پر دې شمېره درې لکه اتيا زره شکايتونه راسره ثبت شوي او موږ ډېرو سره قانوني مرسته کړې ده.
د انساني حقونو وزارت

د نفسياتي‌ناروغيوو ډاکټر افتخارحسېن وايي د عامه پوهاوي کمپاينونو سره سره د ژور خفګان يا ډيپريشن ختمولو لپاره هم د کورنيوو سره د کار ضرورت دی. هغه د جون په درېيمه مشال راډيو ته وويل په پاکستان کې کلونو کلونو تشدد د خلکو پر نفسياتو دومره بده اغېزه کړې چې په اکثرو کورونو کې وهل ټکول عامه خبره ده. ((ماشوم د خالي سلېټ غوندې وي. پر خالي سلېټ هر څه ليکل کېدای شي. نو د يو صحت منده کس جوړېدو لپاره ضرروري ده چې د هغه ماشوموالی ښه او له تشدده ليري پاتې شوی وي.

دپاکستان حکومت وايي اوسمهال په هېواد کې امن پر ځای شوی چې د روغو ماشومانو د لويولو لپاره يې ښه چاپيريال برابر کړی دی. د پوځ وياندانو په بيا بيا ويلي چې په د ترهګرو ملا یې ماته کړې او په قبايلي ضلعو کې یې د هغو ماينونو د ويستلو کار پېل کړی چې په دې وروستيوو کې يې ماشومان وژلي او معذوره کړي وو.

د انساني حقونو وزارت په خپلو لاس ته راوړنو کې د زېنب بیل په نامه هغې قانوني مسودې ذکر کړی چې پر ماشومانو د جنسي تشدد مخنيوي لپاره یې د پارليمان د غړو سره په شريکه جوړه کړې ده. دې وزارت د تشدد سره مخ ماشومانو او مېرمنو لپاره يو وړيا ټيليفون نمبر، ۱۰۹۹ هم اعلان کړی دی.

ماشومان ساعت تېرۍ ته ضرورت لري: د نفسیاتو ماهر، ډاکټر افتخار حسېن
ماشومان ساعت تېرۍ ته ضرورت لري: د نفسیاتو ماهر، ډاکټر افتخار حسېن

د دې وزارت ترمخه، خلکو ورسره د دې نمبر له لارې له ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۱۹ پورې درې لکه اتیا زره شکايتونه ثبت کړي او د مرستو غوښتنه یې ترې کړې ده. له دوی څخه ۳۶۰۰۰ یې د وزارت له خوا د قانوني همکارۍ وړ بلل شوې او په وېنا یې مرسته یې ورسره کړې ده.

په خېبر پښتونخوا کې د بشري حقونو کوارډينېټر، سردار علي د جون په درېيمه مشال راډيو ته وويل چې د دغه کار ترڅنګ یې، د وزارت په لارښوونه پولیسو ته د بشري حقونو ټريننګ يا روزنه ورکول پېل کړې او د اړو ماشومانو لپاره یې پناه ځايونه جوړ کړې دي چې د تعليم سهولت هم پکې موجود دی. ((موږ ډېر کار کړی دی. په هره ضلع کې پناه ځايونه جوړ شوي. په دې ځايونو کې هغه ماشومان دي چې په کور کې يې تشدد وي او يا هم يتيمان شوي وي.))

په پاکستان کې دوه اعشاريه اته ميليونه ماشومان سکولونو ته نه ځي. د ځينو ښونځي وران شوي او ځيني يې ډېر غریب دي
ملګري ملتونه

د هر کال په شان ملګري ملتونو دا ځل هم د جون په څلورمه د تشدد قرباني ماشومانو ورځ د لمانځنې په وخت ويلي چې د ماشومانو بې تعليمه پاتې کېدل هم پر دوی د تشدد برابر دي. د دې ادارې ترمخه په پاکستان کې دوه ويشت اعشاريه اته ميلونه ماشومان سکولونو ته نه ځي. د دې وجې غریبي، د جګړو او پوځي عملياتو له کبله کډوالي او د سکولونو نشتوالی ښودل شوی دی.

خو د پاکستان حکومت وايي‌د غریبۍ کمولو لپاره یې احسا پروګرام او د تعليم عامولو لپاره یې زما کور زما سکول پروګرام شروع کړی چې په مرسته یې ماشومانو ته په کور دننه زده کړې ورکول کېږي. د تعليم وزارت د ويب سايټ ترمخه، د ملګرو ملتونو په مرسته چلېدونکي، زما کور زما سکول پروګرام کې د تعليمي موادو د شريکولو لپاره ۳۷۵ وټس اپ ګروپونه جوړ شوي چې له ۱۴۰۰۰ څخه زیات کسان یې غړي دي او په لکونو ماشومانو ته زده کړې برابروي.

دا راپور دلته په غږ کې واورئ

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:15 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG