د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالب پلاوی د خپلو بندیانو پرېښودو لپاره لا هم کابل دی


ازاد شوي طالب بندیان
ازاد شوي طالب بندیان

د طالبانو پنځه کسیز پلاوی لا هم په کابل کې دی چې یوه اوونۍ مخکې د بندیانو تبادلې لپاره کابل ته ورغلی وو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل تېره شپه ازادي راډیو ته په یوه رالېږلي پيغام کې وویل چې د طالبانو پلاوی په کابل کې دی او له پلان سره سم به د طالبانو نور بندیان هم خوشې شي چې شمېر به‌یې درې زرو ته ورسېږي، خو نوموړي څرګنده نه‌کړه چې دا شمېر به کله پوره کېږي او پاتې دوه زره طالبان به بیا کله ازادېږي.

د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې موافقه شوې وه چې افغان حکومت به د طالبانو تر ۵،۰۰۰ پورې زندانیان ازادوي او په مقابل کې به‌یې طالبان تر ۱،۰۰۰ پورې د حکومت بندیان خوشې کوي.

قطر کې د طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
قطر کې د طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

لکه څرنګه چې تمه وه چې د دې بندیانو تر خلاصېدو وروسته به د مارچ په ۱۰مه بین‌الافغاني خبرې پيلېږي، پيل نه‌شوې، کابل ټینګار وکړ چې طالبان دې اوربند وکړي، طالبانو اوربند نه‌مانه او د بندیانو د خلاصېدو غوښتنه‌یې کوله.

د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر وروسته تر دې یو څه ګړندی شو چې طالبانو د اختر په دې ورځو کې اوربند وکړ.

د روسیې تاس اژانس خبر ورکوي چې د دغو بندیانو د تبادلې پر مسئلې د چهارشنبې په ورځ د روسیې، د امریکا متحده ایالاتو، چین او پاکستان استازو د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس اژانس ته وویل چې زموږ د خبرو نتیجه دا شوه چې د کابل او طالبانو ترمنځ به د بندیانو د تبادلې د پروسې د سرعت لپاره هڅې کوو.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

کابلوف زیاته کړه چې تر اوسه دا بهیر تر هغه ورو روان دی چې تمه‌یې کېده، خو بیا هم ادامه لري او اوس دې ته اړتیا شته چې نور ګامونه واخیستل شي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین او متحده ایالاتو ځانګړو استازو برخه اخیستې وه او د پاکستان په استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ګډون کړی و.

د فبرورۍ په ۲۹مه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون وکړ چې له مخې یې واشنګټن ژمنه وکړه چې خپل ځواکونه به په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه باسي او طالبانو وویل چې دوی به بهرنیو ترهګرو ته اجازه ورنه‌کړي چې د افغانستان له خاورې په نورو هېوادو کې مداخله وکړي.

امریکايي سرتېري
امریکايي سرتېري

خو ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې چې روانه اوونۍ یې خپور کړ تور پورې کړ چې طالبانو له القاعده شبکې سره په افغانستان کې روابط نه‌دي قطع کړي. طالبانو دا خبره رد کړې ده، خو د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې په زرګونه پاکستانیان په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ جنګېږي.

په دې راپور کې راغلي چې له ۶،۰۰۰ تر ۶،۵۰۰ پورې پاکستانیان چې د لشکر طیبه، لشکر جنګوي او تحریک طالبان پاکستان غړي دي په افغانستان کې جنګېږي.

XS
SM
MD
LG