د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مولوي محمد ایاز نیازي وژنه کې طالبان لاس لري: صالح


 مشهور افغان دیني عالم مولوي محمد ایاز نیازی
مشهور افغان دیني عالم مولوي محمد ایاز نیازی

تېره شپه د کابل د وزیر محمد اکبر خان په جامع جومات کې چاودنې، د افغانستان یو پېژندل شوی دیني عالم مولوي محمد ایاز نیازی وواژه.

د افغانستان د وتلي دیني عالم محمد ایاز نیازي پر وژنې بیلابیل غبرګونونه راغلي دي.

له دې ډلې نن سهار د افغانستان مرستیال ولسمشر امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې طالبان د دوو جملو په لیکلو د ده په خبره له دې جنایت او ترهګرۍ ځان ته برائت نه شي ورکولای.

هغه زیاته کړه چې طالبان د هغو دیني عالمانو، قومي شخصیتونو، سیاستوالو او علمي څېرو په ترور کې لاس لري چې بهر په پاکستان کې یې زده کړې کړي دي.

امرالله صالح لیکلي که دا برید طالبانو هم نه وي کړی خو د ده په خبره همدې ډله پر جوماتونو د بریدونو بنسټ کېښود.

طالبانو د افغانستان د مرستیال ولسمشر امرالله صالح د تازه څرګندونو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو بیګاه یې ویلي و چې دوی پر ایاز نیازي برید غندي او لوی جنایت یې بولي.​

بلخوا افغان ولسمشر مجمد اشرف غني په جومات کې د دغه برید د پلټنو امر کړی دی.

د ارګ خبرپاڼه چې نن، د جون په ۳مه، خپره شوه، وايي چې د شپږ کسیز څېړونکي پلاوي مشري د حج او اوقاف وزیر عبدالحکیم منیب کوي.

د افغانستان د علماو د سراسري شورا، لویې څارنوالۍ، د ملي امنیت شورا، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست استازي د پلاوي غړي دي.

د افغانستان د یوه وتلي دیني عالم مولوي محمد ایاز نیازي د وینا یوه برخه وه، چې په بېلابېلو اقشارو کې پېژندل شوې څېره ګڼل کېده.

هغه کلونه د کابل د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات خطیب و، هغه جومات چې تېره شپه د وژونکې چاودنې په صحنه بدل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، مولوي نیازی په پیل کې ټپي شوی و، روغتون ته تر لېږدولو وروسته یې ساه ورکړه.

د هغه په خبره په دې پېښه کې یو بل لمونځ کوونکی هم وژل شوی او دوه نور کسان ټپيان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین

هغه وویل: "هغه چاودېدونکي توکي چې د تروریستانو لخوا د وزیر محمد اکبر خان جامع جومات په انګړ کې ځای پر ځای شوي وو، منفجر کړای شوي دي، زموږ د پلټنې ډلې یوه اندازه چاودېدونکي توکي په ساحه کې کشف او شنډ کړي دي، دا د تروریستانو د دین خلاف عمل دی، چې د غندنې وړ او د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف ګڼل کېږي."

د کابل په وزیر محمد اکبر خان ساحه کې څو سفارتونه، د نړیوالو او دولتي ادارو دفترونه دي، ځکه یې امنیتي تدابیر هم سخت وي.

راپورونه وايي په وزیر محمد اکبر خان جامع جومات کې چاودنه د دې سبب شوه، چې په څو سفارتونو او د نړیوالو ادارو په دفترونو کې د خطر زنګ وغږول شي.

د دغه راپور تر جوړېدو پورې چا د چاودنې مسؤلیت نه‌و منلی، خو د اسلامي دولت ډلې یا داعش پخوا تر دې په جوماتونو او نورو سپېڅلو ځایونو کې دا ډول حملې او بمي چاودنې کړې دي.

تر ټولو تازه مورد کې داعش ډلې په کابل کې د تېرې شنبې د هغې حملې مسؤلیت واخیست چې د خورشید خصوصي ټلویزیون یو خبریال او یو تخنیکي کارکوونکی په کې ووژل شول او ۷ تنه نور ټپیان شول.

د خورشید ټلویزون پر کارکونکو برید
د خورشید ټلویزون پر کارکونکو برید

ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې شپې چاودنه وغندله.

د ارګ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې ویلي یې دي، د ښاغلي نیازي له کورنۍ سره خواخوږي ښيي.

ښاغلي غني د دغه برید د غندلو پرمهال وویل، پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول بشري ضد جنایت دی.

بلخوا د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په یوه اعلامیه کې ویلي، چې محمد ایاز نیازی په یوه "ظالمانه تروریستي" حمله کې ووژل شو.

هغه دا یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼلې ده.

وسله‌والو طالبانو هم دا حمله غندلې ده.

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، په ټویټر کې لیکلي، چې دوی پر ښاغلي نیازي حمله لوی جنایت ګڼي.

دا په وروستیو ورځو کې پر جوماتونو څوومه حمله ده، چې مرګ‌ژوبله هم اړوي.

څه باندې دوې اوونۍ مخکې د غویي پر ۳۰مه، څو تنه وسله‌والو په پروان کې پر یوه جومات یرغل وروړ او ۱۱ لمونځ کوونکي یې ووژل، څو تنه نور یې ټپیان کړل.

هماغه ورځ په خوست کې هم پر یوه جومات په وسله‌واله حمله کې ۳ کسان وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی و.

محمد ایاز نیازي د مصر له الازهر پوهنتونه په اسلامي علومو کې دکتورا اخیستې وه او د امامت تر څنګ یې په کابل پوهنتون او نورو پوهنتونو کې ګڼ زده کړیالان ( محصلین ) روزلي.

دا لومړی وار نه دی چې د افغانستان د نظام ملاتړي دیني عالمان په نښه کېږي.

مولوي سمیع الله ریحان، مولوي بصیر حقاني او ګڼ نور دیني عالمان په وروستي یوه کال کې تر ډېره په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG