د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس د وزیرستانیو ستونزې ډېرې کړي: مشران


په خوست کې مېشت وزیرستاني کډوال

په خوست کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو مشران وايي، د کورونا وایرس له کبله تر نورو خلکو د دوی ستونزې ډېرې شوې دي.

هغوی زیاتوي، وزیرستانیو سره د قرنطین په موده کې نه یوازې نقدي او د توکو مرسته ونشوه، بلکې له ۲ میاشتو راهیسې پر دوی هغه میاشتنۍ مرستې هم بندې شوې دي.

یاد مشران د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو غواړي، چې د وزیرستانیو کډوالو ستونزو او احتیاجیو ته په کتو دې خپلو میاشتنیو مرستو ته دوام ورکړي.

وزیرستانیو مشرانو یادې ستونزې او غوښتنې نن د سې شنبې په ورځ مشال راډیو سره شریکې کړې.

په خوست کې د میشتو وزیرستانیو یو مشر حیات مسید وویل، د کورونا وایرس څخه د نورو خلکو په پرتله دوی ډېر زیانمن شوي، ځکه نه د کاوربار فرصت لري او نه هم دوی سره د خوراکي توکو لازمه مرسته شوې ده.

حیات مسید غوښتنه کوي، چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري دې دوی سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د و کډوالو یو بل مشر ملک حبیب خان مده خېل وویل، د قرنطین په موده کې وزیرستاینو سره مرستې ونشوې، خو افغان حکومت ګیله نه کوي، ځکه هغوی به امکانات نه لري.

دی هم د ملګرو ملتونو غواړي چې په هغو معیارونو ورسره مرسته وکړي، چې په نوره نړۍ کې يې له کډوالو سره کوي.

ملک امان الله داوړ وايي، په دریو میاشتو کې یو ځل په مرستو د دوی ګوزاره نه کیږي او د قرنطین لپاره چې وزیرستانیانو ته کومه مرسته په پام کې وه، هغه هم په منظمه توګه نه ده ورکړل شوې.

دی زیاتوي، کډوال که راجسټر وي او کنه، د مرستې مستحق دي، ځکه دلته د ګټې وټې لپاره کومه بله چاره نه لري.

یو بل وزیرستانی کډوال مولوي احمد افغان وايي، میاشت مخکې ګلان کېمپ ته د کورونا د مخنیوي لپاره یو څه صابون وروړل شوی وو، خو د ګوتو په شمېر کورنیو ته ورکړل شوی او ډیری خلک ورڅخه پاتې شوي دي.

مولوي احمد افغان وویل، که افغان حکومت دوی سره په خپله مرسته نشي کولی، دا خو کولی شي، چې نړیوال ډونران دوی سره مرستې او همکارۍ ته وهڅوي.

دده په وینا، د دوی یو زیات شمېر کډوال د خوست او پکتیکا په لیرې پرتو سیمو کې اوسیږي، چې اصلاً ښارونو ته هم لاسرسۍ نه لري.

د خوست د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي، د خوست په ګلان کېمپ او نورو سیمو کې میشتو ۸ زره وزیرستانیو کورنیو ته د اپریل میاشتې تر پایه د نړیوال خوراکي پروګرام لخوا د څلورو میاشتو مرسته ویشل شوې ده.

د خوست د کډوالو چارو رئیس محمدهاشم حلیم وايي، دوی یادې ادارې سره په اړیکه کې دي، تر څو کورونا وایرس څخه پيښ ګواښاو د وزیرستانیو کورنیو اړتیاوو ته په کتو خپل قرارداد تمدید کړي.

د کډوالو چارو رئیس زیاتوي، WFP وزیرستانیو کډوالو سره د خوراکي توکو د مرستو د دوام کومه ژمنه نه ده کړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG