د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې ژورنالستانو د خورشيد ټلويزیون پر کارکوونکو چاودنه وغندله


ننګرهار کې یو شمېر خبریالان د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مخې ته ورټول شوي.
ننګرهار کې یو شمېر خبریالان د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مخې ته ورټول شوي.

د مې پر ۳۰مه په کابل کې د خورشېد په نوم د يوه شخصي ټلویزیون په موټړ چاودنه وشوه چې يو شمېر ژورنالستانو ته په کې مرګ ژوبله واوښتله.

د جون پر دویمه نېټه په جلال اباد کې د ژورنالستانو خونديتوب کمېټې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د یادې پېښې غندنه وکړه او په جنګ کې له ښکېلو ډلو يې وغوښتل چې د خبریالانو د ژوند خونديتوب ته پام واړوي.

د افغانستان په ختیځ کې د ژورنالستانو د خونديتوب کمېټې په بلنه یو شمېر خبریالان د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته ورټول شوي ول او په کابل کې د خورشېد ټلویزیون په ژورنالستانو چاودنه يې وغندله او په جنګ کې له ښکېلو غاړو يې وغوښتل چې د ژرونالستانو د ژوند خوندیتوب ته پام واوړوي.

په ختېځ کې د ژورنالستانو د خونديتوب کمېټې مشر شېرشاه همدرد وویل:

"څو ورځې وړاندې چې په کابل کې د خورشيد ټلويزیون په همکارانو برید شوی و، دوه کسان په کې وژل شوي وو او شپږ تنه په کې زخمیان وو، په خبریالانو باندې او په رسينو باندې برید موږ ته د زغملو نه دي، موږ يې په کلکو ټکو غندو. هیله او ارزو مو دا ده چې په جګړه کې ښکېلې غاړې د خبریالانو ژوند ته پام وکړي. د رسنيو ازاد فعالیت ته درناوي ولري، خبریالان د هیچا هم نه دي خو د هر چا دي. د ولس غږ پورته کوي، دوی بې طرفه خلک دي، باید ټارګيټ نه شي."

په ننګرهار کې د ژورنالستانو شورا مشر شفیق الله ممله وال وویل، ژورنالستان د ټولنې داسې قشر دی چې د ولس غږ پورته کوي، په کار ده چې تر برید لاندې رانه شي:

" که داعش وي، که طالب وي او که حکومت وي، باید چې په خبریالانو بریدونه ونه کړي. خبریال حقیقت وایی، د ولس اواز حکومت ته رسوي، باید چې تر برید لاندې رانه شي، موږ يې غندنه کوو."

د ننګرهار د ملي راډيو ټلویزیون خبریال شاکرالله ساپی په جګړه کې له ښکېلو ډلو وغوښتل چې د ژورنالستانو د ژوند خونديتوب په نظر کې ونيسي:

" ژورنالستان د جګړې په لومړۍ کرښه کې یوازې له قلم، کتابچې او کامرې سره موجود وي. په دوی باندې هر ډول برید موږ ژورنالستانو ته د منلو وړ نه دی. په جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړو چې د ژرونالستانو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي. ژورنالستان د ټولنې واقعي انځور په بې طرفه توګه ټولنې ته وړاندې کوي."

په دې ناسته کې يو پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې په يوه ماده کې يې راغلي ول:


اوس چې د افغان دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د بنديانو تبدله روانه ده، کله چې بین الافغاني خبرې پيلېږي، په کار ده چې د بیان ازادي او د رسنيو فعالیت د سولې قرباني نه شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG