د لاسرسي ځای

تازه خبر

''کورونا وبا افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ کړی دی''


د افغانستان په یو روغتون کې د ناروغانو درمنله

د ژغورنې نړیواله کميټۍ ای ار سي وايي، افغانستان له بشري ناورین سره مخامخ دی ځکه چې د کورونا وایرس پېښې له تشخیص پرته په زياتېدو دي.

د ای ار سي د اعلاميې له مخې چې د جون پر لومړۍ نېټه خپره شوه په تېره مې میاشت کې په افغانستان کې د کورونا وایرس پېښې په سلو کې ۶۸۴ زیاتې شوې او ډېرې نورې پېښې بې تشخیصه پاتې دي.

دا په داسي حال کې ده چې د دې هېواد د عامې روغتیا وزارت ویلي هر ورځ یوازي د ۲۰۰۰ کسانو د معاینې استعداد لري خو له ۱۰ زرو تر ۲۰ زرو پورې د وینې نمونې ورته راځي.

ای ار سي وايي، دا په دې مانا ده چې په سلو کې اتیا نوي ممکنه پېښې بې تشخصیه پاتې کېږي.

دې کمیټې ویلي، په افغانستان کې د جګړې ترڅنګ د کورونا وایرس له کبله ۱۱میلیونه کسان د خوړو له کمښت سره مخامخ دي.

د افغان حکومتي ویبپاڼې د معلوماتو ترمخه د جون تر دویمه پورې په ټول افغانستان کې د دې وایرس له کبله ۱۵،۷۵۰ کسان ناروغه شوي چې ۲۶۵ یې مړه کړي او ۱۴۲۸ترې رغېدلي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې له نړیوالو غوښتي چې په افغانستان کې له مرستندویه ټولنو سره په دې برخه کې مرسته وکړي څو د خلکو ژوند وژغورل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG