د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوښو پيو نړيوال توليد مخ په زياتېدو دی: رازق کاکړ


د جون پر لومړۍ نېټه [نن] د پيو يا شودو نړيواله ورځ ده. دا ورځ د ملګرو ملتونو خوړو ادارې اېف اې او په ۲۰۰۱ لومړي کال کې اعلان کړی وو چې هدف يې د خوراک په توګه د پیو نړيوال ارزښت منل او په ډاګه کول وو.

خو کله چې د پښتنو په سيمو کې د پیو ذکر وشي نو د خلکو پام د غوا، مېږو، بيزو يا چېلۍ او مېښو پیو ته واوړي خو ډېرو کمو خلکو ته مالومه ده چې د اوښې پیو توليد کال پر کال مخ په زياتېدو دي.

دې طرف ته د خلکو پام راګرځولو لپاره د اوښو پيو نړیوال سازمان چې پکې کارپوهان او ډېرۍ فارمونو استازي شامل دي د مې پر ۳۱مه نېټه د انټرنېټ له لارې غونډه وکړه. په دې کې د ۳۵ هېوادونو کسان شامل ول.

ډاکټر عبدالرازق کاکړ
ډاکټر عبدالرازق کاکړ

په غونډه کې ډاکټر عبدالرازق کاکړ هم ګډون کړی وو. نوموړي د اوښې پيو کې ډاکټري کړې ده او دا وخت د متحده عرب امارات العېن فارم کې د اوښانو د څانګې تخنيکي مشر دی.

له ډاکټر عبدالرازق کاکړ سره زموږ همکار عبدالحي کاکړ مرکه کړې او په سر کې ورڅخه د پیو د نړيوالې ورځې په مناسبت د اوښو د پیو په اړه پوښتنه کړې ده.؟

د اوښو پیو ارزښت
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:03 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG