د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې د 'کرونا ضد درملو' لانجه


یوناني طبیب حکیم الکوزی
یوناني طبیب حکیم الکوزی

لسګونه کسانو پرون ټوله شپه په کابل کې د هغه خصوصي کلینیک مخته تېره کړه چې حکیم الکوزی په‌کې فعالیت کوي.

په کرونا ویروس اخته کسان یا د ناروغانو د کورنۍ لسګونه غړي سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت منع کړي و، د حکیم الکوزي په لاس د جوړو شویو درملو د ترلاسه کولو لپاره انتظار ایست.

د کندهار اوسېدونکی حکیم الکوزی ادعا لري چې د کرونا ضد واکسین‌یې جوړ کړي د کرونا ویروس ګڼ ناروغان پرې ښه شوي دي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د حکیم الکوزي کار ځای رسماً تړلی او ویلي یې دي تر هغو چې د الکوزي په لاس جوړ شوي درمل یا څاڅکي یې ازمویلي نه‌وي خلک دې په جدي توګه له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي.

خو د الکوزي کلینیک مخ ته ټول شوي کسان د عامې روغتیا وزارت ملامتوي چې د دوی په خبره نه خپله خدمات رسولی شي او نه حکیم کار ته پرېږدي.

د کابل دوه اوسیدونکي فهیمه او محمد عمران په هغه وېډیو کې چې د حکیم الکوزي له فېسبوکه خپرېده له دولت وغوښتل چې د درملو د توزېع اجازه دې ورکړي.

د کابل اوسېدونکې فهیمه وايي: "زموږ خواست له دولت نه دا دی چې په ټوله نړۍ کې خو دوا نه‌ده پیدا شوې مګر زموږ حکیم صاحب چې دوا جوړه کړې موږ ته دې اجازه راکړي چې استفاده ترې وکړو. زموږ ګناه څه ده. نه دولت دوا پیدا کوي نه موږ ته اجازه راکوي چې د حکیم صاحب له درملو استفاده وکړو. دولت خو هېڅ کار نه‌شي کولای."

د کابل اوسېدونکی محمد عمران وايي: "له دې دوا سره زما ډېر ناروغان ښه شوي دي. یو شمېر نور ناروغه کسان له ولایتونو راغلي. زموږ کور کې دي. زه غواړم دا دوا ورته یوسم چې هغوی هم رک روغ شي. له دولت غواړم چې ممانعت ونه‌کړي او اجازه ورکړي چې خلک دا دوا ترلاسه کړي."

روغتیا وزارت: که د حکیم الکوزي ادعا ثابته شي درمل به‌یې نړۍ ته ولېږدوو

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح پرون وايي چې دا درمل لابراتورونو کې ازمايي او که د حکیم الکوزي ادعا سمه ثابته شي دا درمل به د روغتیا نړیوال سازمان سره په مشورې او ازموینې ان نورې نړۍ ته هم ولېږدوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح
د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح

مجروح وايي د درملو د ازموینې تر معلومېدو پورې دې خلک له ګڼې ګوڼې کلکه ډډه وکړي ځکه په کرونا ویروس د اخته کېدو یو لوی لامل د خلکو غونډېدل او فاصلې نه‌رعایتول دي.

د دودیز طب حکیم الکوزی چې د کندهار اصلي اوسېدونکی دی ادعا لري چې د ده له‌خوا جوړو شویو درملو باندې ګڼ ناروغان ښه شوي هم دي.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سید احمد سېلاب د حکیم الکوزي په ننګه له حکومت وغوښتل چې د الکوزي د کار د پیل اجازه ورکړي.

سېلاب پرون شپه د الکوزي د کار ځای ته ورغلی و او هلته‌یې په حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د الکوزي درمل وازمويي او د کار په وړاندې یې خنډ جوړ نه‌شي.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

هغه وویل: "چې یو څاڅکی وینه مې هم په بدن کې وي تر هغه وخته پورې د دې غوښتونکی یم چې د دغه رښتیا او حقیقت دې معلوم شي. چلنج‌یې ورکړی. په یو او دوه کسانو نه په ۴۰ زره کسانو یې چلنج ورکړی. د ۴۰ زره کسانو ژوند ژغورل شوی دی. د الکوزي صاحب له ابتکاره ملاتړ کوو. تر هغه وخته پورې چې د عامې روغتیا وزارت دې چارې ته د صحت یا عدم صحت ځواب نه‌یي ورکړی داسې یې نه‌پرېږدو."

تر سېلاب مخکې د کندهار د ولایتي شورا رئیس سید جان خاکرېزوال هم پرون په یوه غونډه کې ګواښ کړی چې که د حکیم الکوزي د کار مخه ونیول شي خلک به‌یې په ملاتړ راووځي.

د کندهار دا دوه استازي ادعا کوي چې د حکیم الکوزي په درملو باندې زرګونه کسان ښه شوي.

خو په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېرې څه دي او روغتیاپالان څه وايي؟

د افغانستان عامې روغتیا وزارت او جانز هاپکنز پوهنتون د ثبت شویو شمېرو له مخې په دغه هېواد کې تر یکشنبې ناوخته څه باندې ۱۵ زره کسان ( ۱۵،۲۰۴) په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۲۵۷ تنه مړه دي او یوازې ۱۳۵۰ کسان ښه شوي.

ارشیف
ارشیف

د نړۍ ځینو پرمختللیو هېوادونو د کرونا ضد واکسین د جوړولو په برخه کې د ځینو پرمختګونو یادونه کړې خو لا هم زیات وخت ته اړتیا ده چې دا واکسینونه وازمویل شي.

روغتیاپالان په کابل کې د هغو درملو د ترلاسه کولو لپاره چې لا نه‌دي ازمویل شوي د خلکو په ټولېدو او لانجو جدي اندېښنه ښکاره کوي.

د جرمني په هایډلبرګ ښار کې د توراکس روغتون یو متخصص ډاکتر سمیر بیات بېګا شپه ازادي راډیو ته وویل: "متأسفانه زموږ ځیني وطنوال په دې برخه کې احساساتي عمل کوي. د دې درملو نتیجه لا نه‌ده معلومه چې ایا دا درمل واقعاً نتیجه ورکوي که څنګه. دا باید په لابراتوار کې ټېسټ شي نه په ناروغانو. ځکه موږ هېڅکله له یوه ناروغه د لابراتور د سمپل په توګه استفاده نه‌شو کولای. که موږ ځان ته دا صلاحیت ورکړو چې له نه‌تأیید شوې درمله د لابراتور د سمپل په توګه کار واخلو که چېرته ناروغ کس ته خطرناکه عواقب ولري چې ان ښایي په مرګ‌یې تمام شي بیا به‌یې څوک ځواب وايي؟"

ارشیف
ارشیف

اخوا د هالند او جرمني د داخله ډاکترانو د ټولنې غړي اسد ژرفبین په کابل کې د یوه حکیم په لاس د جوړو شویو درملو د ترلاسه کولو لپاره د لسګونه افغانانو په ټولېدو جدي اندېښنه وښوده او ویې‌ویل چې دا غونډې به په خپله د کرونا ویروس د انتقال ډېره زمینه برابره کړي.

هغه ټينګار وکړ نړۍ له ډېر پرمختګ سره سره بیا هم د کرونا ضد واکسین یا درملو په جوړولو لا سمه نه‌ده بریالۍ شوې، نو د یوه حکیم په لاس درمل څنګه په کم وخت کې د بدن سلولونو ته ننوځي او د کرونا ویروس له‌منځه وړي؟

XS
SM
MD
LG