د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وایرس: ځیني خلک ناروغي پټوي


د ارشیف انځور: د بلوچستان مدني فعالان خلک د کورونا وایرس له زینونو خبروي.

په بلوچستان کې خلک د کورونا وایرس له کبله د مړو او ناروغانو شمېر تر هغه څو چنده زیات ګڼي کوم چې صوبايي‌ حکومت یې وړاندې کوي.

دوي وايي‌، دا ناروغي‌ اوس زیاتره سیمو ته خپره شوې ده خو خلک یې له دې کبله پټوي چې بیا به یې جنازې او فاتحې متاثره شي.

د صوبې پر حالاتو نظر لرونکی خبریال سید علي شاه وايي، په بلوچستان کې کورونا وایرس ډېر خپور شوی دی خو د ټسټونو سهولت د نیشت برابر دی.

"د پشین په هرمزۍ او کاریزات تحصیلونو کې چارواکو راته وویل چې یوازې په تېرو ۱۵ ورځو کې تر ۷۰ زیات کسان مړه شوي دي. په هر کلي‌ کې جنازې دي‌ او فاتحې دي. خو خلک کورونا وایرس نه تسلیموي. هغه ځکه چې که یو مړی د کورونا وبلل شي بیا به یې جنازه د عامو مړو په څېر نه وي، ښخول او فاتحه به یې هغسې نه وي نو دوی ځکه د کورونا منلو ته تیار نه دي."

یو بل ځايي خبریال پیر محمد کاکړ وايي‌ چې کورونا وایرس اوس له کوټې او پشین څخه نسبتا لرې پرتو سیمو ته هم خپور شوی دی.

دی وايي، هلته نه خلک احتیاط کوي او نه هم د ده په وینا حکومت هغسې سختي کوي لکه څنګه چې په کار ده.

"خلک چې په کورونا اخته شي هم نو پټوي یې هغه ځکه چې بیا خو به پولیس راځي ورته قرنطین کوي به یې نو دوی‌ له دې څخه ځان ژغوري خو نن سبا دا سیمې ډېرې متاثره شوې دي او کورونا ډېره خپره شوې ده."

د بلوچستان حکومت وايي چې هغوی اوس د ټولو مړو په اړه معلومات راټول پیل کړي دي.

د صوبايي حکومت ویاند لیاقت شاهواني د مې پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو درو ورځو کې یې لږ تر لږه ۳۴ داسې مړي ثبت کړي دي چې د کورونا ټسټونه یې لا نه وو راغلي.

"موږ اوس داسې کوو چې په بلوچستان کې هر څوک مري نو په اړه یې معلومات را ټولوو. د هغوی له کورنیو تپوس کوو چې د مړ شوي تن د مرګ وجوهات څه وو؟ او ایا پر هغه د کورونا وایرس علامات وو او که نه؟"

په بلوچستان صوبه کې یو شمېر خلک شکایت کوي چې دغلته د کورونا وایرس د ټسټونو سهولت د نیشت برابر دی خو حکومت دا نه مني.

لیاقت شاهواني وویل چې هغوی د تخنیکي کسانو له کمي سره مخامخ دي‌ خو بیا هم هره ورځ شاوخوا ۱۰۰۰ ټسټونه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د نورو برخو په څېر په بلوچستان کې هم د کورونا وایرس خپرېدو په دې وروستیو ورځو کې زور اخیستی دی.

د سرکاري شمېرو له مخې، د مې تر ۳۱مې په بلوچستان کې ۴۱۹۳ کسان په کورونا اخته شوي چې له کبله یې ۴۶ کسان تر اوسه مړه شوي دي او ۱۴۷۱ کسان ورڅخه جوړ شوي هم دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG