د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت ګڼ نور طالبان خوشې کوي


طالب زندانیان
طالب زندانیان

افغان چارواکي وايي، د مې پر ۳۱مه، ۲۹۰ نور طالب بندیان خوشې کوي.

په دې وروستیو کې، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د تبادلې بهیر تر بل هر وخت ډېر چټک شوی. د مې له ۳۰مې راهېسې، ۷۱۰ طالب زندانیان نور هم پرېښودل شوي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، دا ګام د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان او تر خوا یې د سولې د روان بهیر د چټکتیا لپاره پورته کوي او په دې سره به د ولسمشر محمد اشرف غني هغه فرمان عملي شي چې د اختر په ورځ ‌یې د ۲ زره طالب زندانیانو د ازادۍ په اړه صادر کړی و.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل د مې پر ۳۱مه، مشال راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت هیله لري چې دا کار به د طالبانو له‌خوا پیل شوی تاوتریخوالی کم کړي.

د افغان ولسمشر ویاند جاوېد فیصل
د افغان ولسمشر ویاند جاوېد فیصل

هغه زیاته کړه: "له اختر وروسته ۱۰۰۰ تنه د ولسمشر د فرمان پر بنسټ ازاد شول، ۷۱۰ تنه له پرون راهیسې ازاد شوي دي او ۲۹۰ به نور هم ازادېږي، څو دا نوملړ ۲ زره تنو ته ورسېږي، هغه ډول چې ولسمشر د اختر په ورځ ترې یادونه کړې وه. هیله مو دا ده چې له دې اقداماتو سره تاوتریخوالی راکم شي، د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل او د امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه اسیران چې له طالبانو سره دي، ژر تر ژره ازاد شي."

که څه هم د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په اړه د شوې هوکړې یوه برخه کې د افغانستان له زندانونو د ۵ زره طالب بندیانو ازادي ده، خو په دې سره د افغانستان له زندانونو د ازاد شویو طالب بندیانو شمېر ۳ زره تنو رسېږي.

طالبانو هم د مې پر ۳۰مه وویل چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ۷۳ تنه له بنده ازاد کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په ټوله کې تر اوسه ۴۲۰ حکومتي بندیان خوشې شوي دي.

خو د زندانیانو د تبادلې بهیر چې اصلي موخه ‌یې د بین‌الافغاني خبرو لپاره د باور فضا جوړول او د مخامخ خبرو پیل دی، تر اوسه ترلاسه شوې ده؟

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، هغوی له خپلې خوا د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره اړین ګامونه پورته کړي او اوس د خبرو پیل ته په تمه دي.

د دې وزارت ویاندې ناجیه انوري د مې پر ۳۱مه، مشال راډیو ته وویل، دوی د مذاکراتو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغې زیاته کړه: "د زندانیانو خلاصون د افغانستان د اسلامي دولت حسن نیت دی چې د مستقیمو مذاکراتو لپاره لار اواروي. د افغانستان اسلامي جمهوریت خپل عملي ګامونه اخیستي او د مذاکراتو د پیل لپاره بشپړ چمتووالی لري. د افغانستان د خلکو او دولت تمه ده چې د حکومت او طالبانو ترمنځ هر څه ژر مذاکرات پیل شي."

طالبان بیا وايي، د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د ټولو بندیانو ازادي، د پل حیثیت لري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د مې پر ۳۱مه، مشال راډیو ته وویل، هر څومره ژر چې د بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړېږي، بین‌الافغاني مذاکراتو ته واټن کمېږي.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

نوموړي زیاته کړه: "تر اوسه چې څومره بندیان خلاص شوي، دا یو ښه اقدام دی. په مقابل کې موږ هم بندیان خلاص کړي او نور هم خلاصوو. باید ووایو چې د بندیانو مکمل خلاصون د بین‌الافغانی مذاکراتو لپاره د پُل حیثیت لري، ځکه له هغه وروسته مذاکرات پیلېږي چې هلته به په راتلونکي اسلامي نظام او دایمي اوربند خبرې کېږی."

د افغانستان حکومت له دې وړاندې د طالب زندانیانو ازادي د تاوتریخوالي په کمېدو پورې د یوه شرط په توګه مطرح کړې وه، هغه غوښتنه چې طالبانو رد کړه.

د زندانیانو د تبادلې بهیر داسې مهال سرعت اخیستی چې د اختر په ۳ ورځو کې له اوربند وروسته، په بېلابېلو ولایتونو کې د تاوتریخوالي او جګړې راپور ورکړل شوی دی چې تر ټولو خونړۍ پېښه کې یې په پکتیا کې د طالبانو له‌خوا د ۱۴ پوله‌ساتو عسکرو وژل کېدل دي.

تر دې وړاندې یو شمېر بهرنیو رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي چې د بین‌الافغاني خبرو د پیل او د جګړې د شدت د کمېدو په اړه د طالبانو په رهبرۍ کې اختلاف شته، خو په ښکاره دې ډلې دا راپورونه رد کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG