د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د تېر کال په پرتله د غنمو حاصلات لږ دي


سږ کال په خوست کې د غنمو حاصلات لږ دي

خوست - د افغانستان د خوست کرنې ریاست مسوولین وايي، چې د یو ډول نباتي ناروغۍ، پر ځینو سیمو د ګلۍ اورښت او د کال په اوږدو کې د پرلپسې بارانونو له کبله په دې ولایت کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله تر ۵۰ سلنې پورې کم شوي دي.

دوی وايي، پروسږ کال د غنمو حاصل په یو جریب ځمکه کې له ۸۰ تر ۸۵ منه پورې وو، خو سږ کال بیا یو جریب ځمکې له پنځوسو منو هم لږ غنم کړي دي.

خوست خواوشا ۵۲ زره هکټاره کرنیزه ځمکه لري، چې ډېری بزګران ورباندې غنم، شولې، مۍ او جوار کري، خو په وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې د سبزیجاتو کرل هم دود شوي دي.

د خوست په هغو سیمو کې چې هوا په کې ګرمه ده، تر ډېره په کې غنم ریبل شوي، په درمندونو کې د غنمو د ایستلو لپاره تهریشرې لګیا دي او د غنمو حاصلات په کې په راټولیدو دي.

د مې پر ۳۰مه د خوست د کرنې ریاست مرستیال فضل الرحیم مشال راډیو ته وویل، په پیل کې غنم ډېر ښه راشنه شول، خلک ورته خوشبینه وو، خو وروسته پرلپسې بارانونو، په ځینو سیمو کې ګلیو او د سرخي په نوم یو ډول نباتي ناروغی د غنمو حاصلات زیانمن کړل.

دی وايي، د دوی د ادارې د سروې او فني کسانو د مشاهدې له مخې ددې ولایت د غنمو حاصلات له ۴۰ تر ۵۰ سلنو پورې کم شوي دي.

د شیر علي په نوم د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د حیدر خېلو د سیمې یو اوسېدونکی چې بزګري کوي وايي، سږ کال يې د غنمو د حاصل خوند نشته.

دی زیاتوي، حکومت له بزګرانو سره لازمه همکاري نه کوي، نه يې پر وخت تخمونه ورکړي، نه يې د دوی فصلونه لیدلي او نه يې د دې نباتي مرض د مخنیوي لپار د دوی پر فصلونه دواء پاشلې ده.

خوستی بزګر شیر علي غوښتنه کوي، چې له زیانمو بزګرانو سره دې مرسته وشي.

بل لوري ته د کرنې د برخې فني او مسلکي کسان وايي، که په خوست کې دې برخې ته پاملرنه وشي، نتیجه به يې ځکه ښه وي، چې دلته هر ډول نباتات، ترکارۍ او میوې حاصل ورکوي.

دوی وایي، په خوست کې سره دې مناسبې هوا کچیرې څو ورځې ورباندې لارې بندې شي، د دې ځای په مارکیټ کې بنډۍ، بانجان او نورې سبزۍ ختمېږی.

د کرنې د برخې یو تجربه لرونکی مامور تازه علي خان تڼی وايي، بزګرانو ته باید پر وخت تخمونه وکرل شي، له تخم سره د سرخي مرضضد درمل ګډ شي، ځمکې دې ښې او ژورې شودیارې شي او لمر دې ورکړل شي، نو دې سره د حاصلاتو د ډېریدو په خوا کې د شنو غنمو مقاومت هم زیاتیږي.

خوست سره له دې چې ۵۲ زره هکټاره کرنیزه للمي او اوبیزه ځمکه لري، خو طبعي افتونه، نباتي ناروغۍ اوپه ځانګړي ډول د حاصلاتو د پخیدو په موسمونو کې د ګلۍ د اورښت له امله بزګران زیانمنیږي او د ځینو سیمو حاصلات بیخي له منځه ځي.

بیا د کرنې مسوولین وايي، شنو او سړو خونو جوړولو ته پاملرنه ډېره شوي او دوی هڅه کوي، له یوې خواد ترکاریو حاصلات لوړ کړي او بل لوري ته حاصلات تر یوه بریده له ګلۍ او نورو طبعي افتونو هم وساتي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG