د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا په پاکستان کې په یوه ورځ ۷۸ کسان وژلي‌


د صحت څانګې د یو کورونا وژلي‌ مړی وي (پخوانی عکس)

پراګ – په پاکستان کې کورونا وایرس یوازې د مې پر ۲۹مه لږ تر لږه ۷۸ کسان وژلي کوم چې تر اوسه په یوه ورځ تر ټوله زیاته مړینه بلل شوې ده.

د کورونا وایرس په اړه د پاکستان ځانګړې سرکاري‌ ویب پاڼه لیکي‌ چې د مې پر ۲۹مه د ۷۸ کسانو مړه کېدو تر څنګ ۲۴۲۹ کسان نور په یاده ناروغۍ اخته شوي‌ دي.

یادې ناورغۍ په پاکستان کې دې مې تر ۳۰مې لږ تر لږه ۱۳۹۵ کسان وژلي‌ دي.

په پاکستان کې د کورونا وایرس خپرېدو په مې میاشت کې پر دې سربېره زور اخیستی چې حکومت د ټولبند اعلان کړی وو خو ولس ورته په ظاهره هغسې پام نه کاوه لکه څنګه چې د نړۍ په نورو هیوادونو کې لیدل کېږي.

د سرکاري شمېرو له مخې ، په پاکستان کې د مې تر ۳۰ په مجموعي‌ توګه ۶۶۴۵۷ کسان په کورونا وایرس اخته شوي دي.

خبریالان ، فعالان او عام ولس وايي‌ په ملک کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېره ښايي‌ تر دې ډېره زیاته وي‌ خو د دوي په وینا ، د ټسټونو نه کېدو له کبله کره شمېر نه دی معلوم.

کورونا وایرس په پاکستان تر ټولو زیات کسان په سیند صوبه کې نیولي‌ چې شمېر یې د مې تر ۳۰مې ۲۶۱۱۳ دی.

په پنجاب کې یې ۲۴۱۰۴ ، په خیبر پښتونخوا کې ۹۰۶۷ ، په بلوچستان کې ۴۰۸۷ او په اسلام اباد کې ۲۱۹۲ کسان نیولي‌ دي.

د پاکستان سرکاري ویب پاڼه لیکي چې په ملک کې تر اوسه په کورونا وایرس له اخته شویو خلکو څخه ۲۴۱۳۱ کسان روغ شوي هم دی.

XS
SM
MD
LG