د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه په پاکستان کې له افغان کډوالو سره مرسته کوي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

یو اېن اېچ سي ار په پاکستان کې ميشت راجستر افغان کډوالو ته ۱۲ زره روپۍ ورکوي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې يو اېن اېچ سي ار په پاکستان کې مېشت راجستر افغان کډوالو سره نغدې مرستې پیل کړي دي.

د ادارې د چارواکو په وينا کورونا وايرس له کبله په ملک کې مېشت کډوالو کارونه هم متاثره شوي دي نو په لومړی پړاو کې به ۳۶ زره کورنيو ته ۱۲ زره روپۍ ورکوي.

د یو اېن اېچ سي ار په اسلام اباد کې يو چارواکي اصف شهزاد د مې پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل، د تېرې اونۍ راهيسې يې د پاکستان د سېفران وزارت په مرسته اسلام اباد، پېښور او کوټه کې ميشتو رجسټرډ افغان کډوالو ته ۱۲ زره روپۍ ورکول پیل کړي دي او راتلونکو ورځو نه به د ملک په نورو برخو کې له ميشتو کډوالو سره هم دا نغدې مرستې پېلوي.

د نوموړی وينا وه دا امدادي رقم موږ د پاکستان حکومت د احساس پروګرام په طرز کډوالو ته ورکول پیل کړی دی.

لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده چې ياد ملک کې ميشت زياترا رجسټرډ کډوال د ورځې مزدوري کوي خو لاک ډاون له کبله د هغوی کاروبارونه هم متاثره شوي دي نو موږ به په لومړی مرحله کې ۳۶ زره بې وزله کورنيو ته دا امدادي رقم ورکوو.

خو د اسلام اباد په ايي ۱۲ کېمپ کې ميشت يو کډوال عبد الحميد بیا وايي، درې اونۍ وړاندې دوی په ګډون په کېمپ کې ميشت په سوونو نورو کډوالو خپل نومونه د يو اېن ايچ سي ار سره وليکل خو تروسه ورته دغه امدادي رقم ملاو نه شو.

د عبدالحميد د پښتنې په جواب کې اصف شهزاد بيا وايي، اداره يې په لومړی پړاو کې د معذورانو، کونډو او یتيمانو سره مرستې کوي او په دويم پړاو کې به ټولو ضرورتمندو کورنيو ته ۱۲ زره روپۍ ورکوي.

یو اېن اېچ سي ار ترمخه دا مهال ۱۴لکه پورې رجسټرډ افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې زيات شمېر يې په خېبر پښتونخوا کې ميشت دي.

دې ترڅنګ په ۲۰۱۷م او ۲۰۱۸م کلونو کې د پاکستان د شناختي کارډونو جوړولو قامي ادارې نادرا او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارتخانې په ګډه سره شاو خوا نهه لکه پورې نور کډوال رجسټرډ کړل.

مشال راډيو چې کله د اصف شهزاد پښتنه وکړه چې ۲۰۱۷-۱۸ کلونو کې رجسټرډ کړې شوي دې کډوالو ته به هم دا ۱۲ زره روپۍ ورکوۍ نو د نوموړي وينا وه اول به موږ هغه کډوال چې پي او ار کارډونه لري ته به ۱۲ زره روپۍ ورکوو له هغې وروسته اداره به يې فېصله کوي چې دې نورو شاو خوا نهه لکه کډوالو سره مرستې کول دي اوکنه موږ دا هرڅه د سيفران وزارت په مرسته کوو.

د ذکر ده چې پاکستان حکومت د اپرېل د ۹مې نيټې نه د احساس پروګرام ترلاندې د ملک يو کروړ ۲۰ لکه بي وزله کورنيو ته ۱۲زره روپۍ ورکول پیل کړي دي.

د احساس پروګرام مشرې ثانيه نشتر ترمخه د مۍ ۲۸مې نيټې پورې شاوخوا ۹۴ لکه کورنيو کې يې ۱۱۴ اربه روپۍ تقسيم کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG