د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موټر سایکلو ګرځبندیز کې توپیرز چلند کېږي: خوستیان


په خوست کې د موټر سایکلو ګرخبندیز
په خوست کې د موټر سایکلو ګرخبندیز

د افغانستان د خوست ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې امنیتي ادارې په ښار کې د موټر سایکلو په ګرځبندیز کې توپیریز چلند کوي، هغوی چې واسطې لري پرېښودل کېږي، خو له بې واسطې خلکو موټرسایکلونه نیسي.

په خوست ښار کې وروسته له هغه د موټرسایکلو په ګرځیدو بندیز ولګول شو، چې پدې ښار کې هدفي وژنې او چاودنې ډېرې شوې.

بل لوري ته امنیتي مسوولین وايي، د موټرسایکلو له ګرځبندیزه منظمه څارنه کیږي او که څوک د توپيرز چلند په اړه مستند مالومات پیدا کوي، نو دوی سره دې شریکوي، چې په اړه يې قانوني اجراات وشي.

د مې پر ۲۸مه یو شمېر هغه کسانو چې پولیسو، ټرافیکو او امنیتي مسوولینو ورڅخه په ښار کې موټرسایکلونه نیولي وو، مشال راډیو ته وویل، د امنیتي ادارو په ابلاغیو کې ویل شوي ول، چې تر دې وروسته به په یو موټرسایکل دوه کسان ښار ته نه داخلیږي، خو اوس چې دوی سره دویم کس هم نه وي، امنیتي کسان ورڅخه موټرسایکلونه نیسي او ضبطوي يې.

د باور په نوم د خوست یو اوسېدونکی وایي، امنیتي مسوولین په ښار کې که په موټرسایکل یو کس وي او که دوه نیسي يې او موټرسایکل ورڅخه ټرافیکو مدیریت ته بیايي، خو که څوک واسطه او پيژندګلوي ولري، هغو ته هیڅ هم نه وايي.

د فاروق او رسول خان په نومونو د خوست دوه نور اوسېدونکي چې د ټرافیکو مدیریت ته په خپلو موټرسایکلونو پسې راغلي ول وویل، حکومت باید مخکې له اقدامه د رسنیو له لارې خلک له خپلو پرېکړو خبر کړي، نه دا چې بې خبرۍ کې ورڅخهپه ښار کې موټرسایکلونه نیسي.

دوی وايي، امنیت یوازې د موټرسایکلونو په بندولو نه راځي، پوځي ادارې دې په خپلو کې همغږي، پهرې او ګزمې هم ډېرې کړي.

د ټرافیکو مدیر سمونیار رحیم الله علم یار بیا وایي، د موټرسایکلونو د ګرځبندیز د پرېکړې په اړه يې خلک د ټولنیزو شبکو، همداشان سیمه ییزو رسنیو له لارې خبر کړي دي او قانون په ټولو یو ډول پلی کیږي.

دی وایي، ستونزه داده چې خلک په لارښوونو پوره عمل نه کوي.

بل لوري ته د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر وايي، دا چې په خوست ښار کې ډیری هدفي وژنې د موټرسایکل سورو لخوا کیدې، نود پوځي رهبرۍ د پرېکړې پر اساس له لسو ورځو په ښار کې پر یو موټرسایکل د دوه کسانو سورلي مطلقه بنده شوې او دا ګرځبندیز به تر نوې پرېکړې دوام ومومي.

نوموړی زیاتوي، د خوست د پولیسو رهبري د سرتیرو او ټرافیکو لخوا ددې بهیر پلي کیدل په کلکه څاري، که هر چا د توپیرز چلند کومه مستنده پيښه ولیده، دوی دې امنیه قومانداني ته مالومات ورکړي چېله هغه شخصه قانوني پوښتنې او ګرویږنې وشي.

په خوست کې وروسته له هغه د امنیتي ادارو لخوا د موټرسایکلونو د ګرځبندیز په ګډونیو شمېر نوي امنیتي تدابیر رامنځته شوي، چې په ښار کې د چاونو اوهدفي وژنو پيښې ډېرې شوې.

د امنیت پر خرابیدو او پېښو په ټولیزو رسنیو او ټولنیزو شبکو کې هم خلکو تندې او سختې نیوکې کولې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG