د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې په تېرو دوو میاشتو کې ۱۵۰۰ ټرافیکي پېښې شوې


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

د افغانستان د ترافیکو مسئولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه هېواد کې نېږدې ۱۵۰۰ ترافیکي پېښې شوې دي.

د کابل د ترافیکو رییس خان محمد شینواری مشال راډیو وویل، چې دغه ترافیکي پېښې سږ کال په تېرو دوو میاشتو کې له ۱۷۰ زیات کسان وژلي او نېږدې ۲۵۰ ژوبل کړي دي.

په افغانستان له جګړو او کورونا وایرس تر څنګ ترافیکي پېښو هم د خلکو ژوند تریخ کړی او په دېر شمېر تلفات ترې اخلي.

د دغه هیواد د بېلا بېلو ولایتونو اوسېدونکي د ټولو په ځانګړي ډول د لویو لارو د موټر چلوونکو له بې احتیاطۍ شکایت کوي وايي، چې ترافیکي پېښې ډېرې شوي او وجه یې هم د موټر چلونکو له خوا د ترافیکي قوانینو په پام کې نه نیول دي.

د بدخشان ولایت اوسېدونکې مرسل وايي: "دا موټر چلوونکي چې په لویو لارو او په ښار کې په واتونو موټرې چلوي ترافیکي مقررات په پام کې نه نیسي، خپل محافظتي کمربندونه نه تړلي، سرعت یې زیات وي او سپرلۍ هم ډېرې پورته کوي چې په دې توګه پېښې رامنځته کېږي او د خلکو ژوند اخلي، هیله مو له دوی دا ده چې ترافیکي اصول په پام کې ونیسي."

د کونړ ولایت اوسېدونکی اسماعیل خان هم له موټر چلوونکو ورته غوښتنه لري.

هغه وايي: "د جلال اباد - کابل په لویه لاره، د کونړ - جلال اباد په لویه لاره هره ورځ بې شمېره ټکرونه کېږي، لامل یې دا دی چې موټر چلوونکي ترافیکي قوانین نه مراعتوي، او تیز رفتار کوي، چې بې شمېره افغان کورنۍ د ویر په تغر کېنوي."

خو د لویو لارو موټر چلوونکي بیا خپله بې غوري نه مني او د لارو خرابولی د ترافیکي پېښو د زیاتېدو لامل ګني.

موټر چلوونکی محمد اکرام وايي: "د کابل غزني د لارې یو موټر چلوونکی یم، په لاره کې د ماینونو له وجې کندې رامنځته شوي چې د بارانونو او واورو له وجې لویې شوي، له همدې امله موټرونه ډېر ټکرېږي او خلک وژل کېږي، زمونږ له دولت دا هیله ده چې دا لارې جوړې کړي، هم به مونږ منرل ته په وخت رسېږو او هم ټکرونه کم شي."

هڅه مو وکړه په دې اړه د افغانستان د فواید عامې وزارت نظر هم واخلو خو بریالي نه شوو.

د افغانستان د ترافیکو مسئولین وايي، په تېرو دوو میاشتو کې په دغه هېواد کې نېږدې ۱۴۳۶ ترافیکي پېښې شوې دي.

د کابل د ترافیکو رییس خان محمد شینواری مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دغه ترافیکي پېښې د سږ کال په تېرو دوو میاشتو کې شوي چې په ترڅ کې یې ۱۷۶ کسان مړه شوي دي.

هغه زیاته کړه: "په ټولیز ډول ۱۴۳۶ ترافیکي حادثې شوې دي چې ۱۷۶ کسان په کې مړه شوي او ۲۴۴ کسان هم ټپیان شوي دي."

شینواری وايي، چې مړه شویو او ژوبل شویو دواړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

نوموړی په دې شمېر ترافیکي پېښې د اندېښنې وړ ګڼي او د موټر چلوونکو له خوا په جدي ډول د ترافیکي مقرراتو په پام کې نیولو ټینګار کوي.

د یادونې ده چې د مشال راډیو د خبریالانو د راپورونو له مخې یوازې د اختر له لومړۍ ورځې راهیسې په فراه او فاریاب ولایتونو کې د تراقیکي پېښو له امله ۱۰ کسان مړه شوي او ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.

خو د افغانستان د ولسي جرګې د تقنیني چارو د کمېسیون رییس غلام فاروق نظري مشال راډیو سره په خبرو کې د دې تر څنګ چې د موټر چلونکو په بې غورۍ د دوی له خوا د ترافیکي اصولو د پام کې نه نیولو په موضوع انتقاد کوي، د ترافیکو مسئولین هم په دې برخه کې پړ ګڼي.

نوموړی وايي، چې ډېریو داسې کسانو د موټر چلونې جوازونه تر لاسه کړي چې قانوني پروسه یې نه ده بشپړه کړې او نه هم د موټر چلولو په اصولو او قوانینو پوهېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG