د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیا کې ۱۴ سرتېري وژل شوي


د پکتیا اریوب ځاځۍ سیمه
د پکتیا اریوب ځاځۍ سیمه

تېره شپه وسله والو طالبانو د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی، چې ۱۴ سرتیري په کې وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د تندر قول اردو د رسنیو د دفتر مشر جګړن ایمل خان مومند مشال راډیو ته وویل، طالبانو د اوربند په نه مراعتولو سره د ډنډ پټان اړوند د سرحدي ځواکونو په یوه پوسته ډله ييز برید وکړ، چې د افغان ځواکونو لخوا په شا وتمبول شو.

ده وویل، په دې برید کې ۱۴ سرتېري وژل شوي او ۳ تنه ټپیان شوي دي.

ایمل خان مومند زیاته کړه، په برید کې تر ۳۰ پورې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې او تر لسو د ډېرو وژل شویو طالبانو مړي د جګړې په ډ‌ګر کې پاتې شوي دي.

د یاد برید په اړه یوې بلې سرچینې چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي، مشال راډیو ته وویل، طالبانو بیګا د شپې په یوه بجه د ډنډ پټان ولسوالۍ اړوند د نري کنډو په سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر پوسته بریدونه پیل کړ، چې تر سهاره روان وو.

بل لوري ته طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، افغان ځواکونو غوښتل، چې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د دوی په سیمو کې پوستې جوړې کړې، نو طالبانو يې مخه نیولې ده.

ده په دې برید کې د وژل شویو طالبانو شمېر ۳ تنه وښود.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG