د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وبا مخنیوي لپاره نړیواله مبارزه پکار ده: عمران خان


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم وايي کورونا یوه نړیواله ستونزه ده او پر ضد یې باید په عالمي توګه اقدامات وشي.

د پاکستان سرکاري راډیو لیکي چې عمران خان دا څرګندونې د مې پر ۲۸مه د ملګرو ملتونو لخوا د کوویډ ـ ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره جوړې شوې پرلیکه ( انلاین ) غونډې ته د وینا پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، له کورونا وایرسه د خلکو د ژغورلو په خاطر یې، په ملک کې ټولبند اعلان کړ خو دې کار له لوږې او بې روزګارۍ سره مخامخ کړل.

هغه دا هم وویل چې د ملک د اقتصادي خوزښت لپاره یې د اتو بیلیونو ډالرو برابرې پیسې کارولي او زیاتو ضرورتمندو کسانو ته یې نغدې پیسې ورکړې دي.

عمران خان زیاته کړه، د کورونا وایرس د صورتحال له وجې د پاکستان برامدات سخت اغېزمن شوي ځکه چې په نړیواله توګه یې غوښتنه کمزورې شوې ده.

بلخوا په پاکستان کې د کورونا وایرس ځپلو شمېر ۶۱ زره ۲۲۷ ته ورسېد.

د کورونا معلوماتو خپروونکې حکومتي ویبپاڼې د مې پر ۲۹مه لیکلي چې تر اوسه په پاکستان کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ نه ۱۲۶۰ کسان مړه شوي هم دي.

خو ۲۰ زره ۲۳۱ نور داسې کسان دي چې کورونا وایرس وړجن کړي وو، خو اوس بیرته ښه شوي دي.

تر ټولو زیات کسان په سند صوبه کې کورونا وهلي چې شمېره یې له ۲۴ زرو پورته ده خو تر ټولو زیات کسان بیا په خیبر پښتونخوا صوبه کې وژل شوي چې شمېره یې ۴۲۵ ده.

په پاکستان کې چارواکي اندېښنه ښکاره کوي چې د کورونا وهلو شمېره مخ په زیاتېدو ده او یواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ترې له دوو زرو زیات کسان رنځېدلي او ۳۶ مړه شوي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۵۹ لکه زیات په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۳۶ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۲۵ لکه ترې پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG