د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان نور افغان بندیان خوشې کوي


ارشیف، یو شمېر طالب جنګیالي

د طالبانو یو لوړ پوړي غړي ویلي چې ژر د افغان حکومت نور بندیان خوشې کوي.

د طالبانو دی لوړ پوړي غړي دا خبره د مې پر ۲۷مه اې ایف پي خبري اژانس ته پر داسې مهال وکړه چې د مې پر ۲۶مه د اختر لپاره د طالبانو لخوا اعلان شوی درې ورځنی اوربند پای ته ورسېد.

نوموړي وویل چې د مې تر ۲۸مې دغه ډله د افغان امنیتي ځواکونو له ۵۰ نه تر ۱۰۰ قیدیانو د خوشې کولو پلان لري.

هلته د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن د مې پر ۲۷مه وویل چې که طالبان اوربند غځولو ته تیار دي چې اوربند ته دوام ورکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د مذاکراتو راتلونکې په دې منحصره ده چې طالبان به مخکې څه کوي.

تر دې وړاندې د طالبانو یو لوړپوړي غړي ویلي وو چې که د قیدیانو د خوشې کولو په شان پرمختګ دوام ولري نو پر اوربند به غور وکړي.

د قیدیانو تبادله د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ ۲۹ مې د موافقې برخه ده.

د موافقې له مخې ټول امریکايي او بهرني ځواکونه به د طالبانو د امنیتي ژمنو په بدل کې په ۱۴میاشتو کې له افغانستانه ووځي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG