د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې د کورونا وایرس نوې پېښې


په لاهو کې د لمونځ کوونکو تبه کتل کېږي.
په لاهو کې د لمونځ کوونکو تبه کتل کېږي.

په پاکستان کې د مې تر ۲۲مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۵۹،۱۵۱ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ټولټال ۱۲۲۵ کسان مړه شوي چې تر ټولو زيات يې په خيبر پښتونخوا کې دي.

بلخوا په دې هېواد کې له کورونا وايرسه څه باندې۱۹۱۴۲ زره زیات کسان ترې پاخه شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د 'کووېډ-١٩' ناروغۍ شپږ سوه اته پنځوس ٦٥٨ پېښې ثبت شوې دي.

دغه وزارت وایي یوازې په کابل کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ٢٣٧ تازه پېښې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر یولس زره اوه سوه یو دیرشو ١١،٨٣١ ته ورسېد.

روغتیا وزارت ویلي چې په ټوله کې تر دې دمه ١،١٢٥ یولس سوه پنځه ویشت د 'کووېډ-١٩' ناروغان روغ شوي او ٢٢٠ نور مړه شوي دي.

وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یو کس د مړه کېدو خبر هم ورکوي.

تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۵۵ لکه زیات په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه شپږ څلوېښت زره کسان ترې زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۱۹ لکه ترې پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG