د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې لپاره له طالبانو سره نورو اقداماتو ته تیار یو: افغان حکومت


ارشیف، د ۱۳۹۷ کال په کوچني اختر کې اوربند

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ریاست وايي که وسله ‌وال طالبان د سولې په بهیر کې د باور جوړونې لپاره یو ګام اخلي، حکومت نورو اقداماتو ته تیار دی.

د مې پر ۲۶مه د وسله‌ والو طالبانو او حکومت ترمنځ د اعلان شوي درې ورځني اوربند درېیمه ده. لا د دغه اوربند د تمدید په اړه څه نه ‌دي ویل شوي.

ګڼو سیاستوالو او افغانانو دغه اعلان د سولې په بهیر کې د باور جوړونې پر لوري د یوه مهم پرمختګ نښه ګڼلې ده.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دوا خان مینه ‌پال ازادي راډیو ته وویل، حکومت تل د دایمي اوربند په لټه کې دی.

مینه ‌پال زیاتوي: "سرتاسري او دایمي اوربند د افغانانو غوښتنه ده. د افغانستان د خلکو د دې غوښتنې پر اساس حکومت تل پر اوربند ټینګار کړی دی. د دې لپاره چې نور د افغانانو وینې ونه‌ بهېږي د دې لپاره چې افغانان په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي، حکومت تل پر اوربند ټینګار کړی او په دې برخه کې یې ګټور او ضروري ګامونه اخیستي دي. بې له شکه که طالب د باور جوړونې لپاره یو ګام اخلي، د افغانستان حکومت د نورو ګامونو اخیستلو ته چمتو دی."

د کوچني اختر په درېیو ورځو کې د مشروط اوربند اعلان اول وسله‌ والو طالبانو وکړ چې ورسره حکومت هم د متقابل اوربند اعلان وکړ.

ګڼو رهبرانو او سازمانونو د دغه درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی وکړ او غوښتنه‌یې وکړه چې په دايمي اوربند دې بدل شي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د مې پر ۲۴مه وویل چې د ښه نیت له مخې به ۲،۰۰۰ نور طالب بندیان له بنده خوشې شي.

ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ د وینا پر مهال
ولسمشر غني د اختر په لومړۍ ورځ د وینا پر مهال

د ملي امنیت شورا د مې پر ۲۵مه وویل چې د دغو ۲،۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو لړۍ پرون د ۱۰۰ طالب بندیانو په ازادولو سره پیل شوه او نن به هم دوام کوي.

امنیت شورا ویلي د سولې پروسې د پرمختګ او په ځانګړي ډول د اوربند د دوام او مخامخ خبرو د ژر پیل لپاره دغه ۱۰۰ طالب بندیان د مې پر ۲۵مه خوشې شوي دي.

له دې سره تر اوسه حکومت د طالبانو شاوخوا ۱،۱۰۰ بندیان او طالبانو نېږدې ۲۵۰ بنديان خوشې کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ۲،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کړې چې په ټوله کې دې د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس د ۵،۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کېدو بهیر چټک شي چې د ده په وینا بین‌الافغاني مذاکرو ته زمینه برابره شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ د ۲۹مې د موافقې له مخې به حکومت د طالبانو ۵،۰۰۰ بندیان او طالبان به د حکومت ۱،۰۰۰ تنه بندیان خوشې کوي.

دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک
دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون لاسلیک

امنیت شورا د پر ۲۲مه د طالب بندیانو د خوشې کېدو د ځنډولو اعلان کړی و.

بلخوا د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا (Roland Kobia) پرون د طالب بندیانو په خوشې کېدو کې د دقت غوښتنه وکړه.

کوبیا په ټویټر کې لیکلي، د پخوانیو جګړه‌ مارانو خوشې کېدل چې بیا به وسله اخلي، په اوسنیو شرایطو کې، د باور جوړونې پر ځای د دوی تسلط لا زیاتوي.

اقای کوبیا روز دوشنبه در تویترش نوشت، رهایی جنگجویان گذشته که شاید فردا باز هم سلاح در دست گیرند، در وضعیت فعلی به جای اعتماد سازی، تسلط آن‌ها را نشان می‌دهد.

مسئولان کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان هم دیروز به رادیو آزادی گفتند، در رهایی زندانیانی‌که در جرایم جنگی هم دخیل بوده‌اند، باید از احتیاط زیاد کار گرفته شود.

بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم پرون ازادي راډیو ته ویلي، د هغو بندیانو په خوشې کېدو کې دې احتیاط وشي چې په جنګي جرایمو کې ښکېل دي.

په همدې حال کې امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د بین‌الافغاني خبرو د پیل پر لارو چارو خبرې وکړې.

ولسمشر غني پرون په ټویټر کې لیکلي چې وړمه شپه په دې ټیلیفوني مکالمه کې مایک پومپیو د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي کمولو پر موضوع هم بحث وکړ.

د سولې بین‌ الافغاني خبرې چې د مارچ میاشتې ۱۰مې ته پلان شوې وې، د بندیانو په خوشې کولو کې د ځنډ او خنډ له کبله ځنډېدلې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG