د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر طالبانو د اوربند غځولو زور راوړي: افغان ولسمشر


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د امریکا بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو

افغان ولسمشر وايي د امریکا بهرنيو چارو وزیر مايک پومپيو ورته ويلي چې د طالبانو د اوربند په اوږدولو به زور راوړي.

اشرف غني نن د مې په ۲۵مه پر ټويټر ليکلي چې پومپيو ده او د ملي پخلاینې شورا مشر ډاکټر عبدالله سره په ټيليفوني خبرو کې وويل چې امريکا به د تشدد کمولو او د بین الافغاني خبرو په کولو ټينګار وکړي.

د دې بيان ترمخه پامپيو د افغان حکومت له خوا د مې په ۲۴مه شوی د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خوشېکولو اعلان ستايلی دی.

د موضوع د حساسیت له امله يو افغان چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط وويل چې د ۲۰۰۰ دغه بنديانو د خوشېکېدو لړۍ نن د ۱۰۰ طالبانو په خلاصولو پېليږي.

تر دې مخکې افغان حکومت ۱۰۰۰ او طالبانو تر ۵۰ زیات بنديان خوشي کړې دي. افغان حکومت او طالبانو د اختر لومړۍ درې ورځې، د مې له ۲۴مې څخه د مې تر ۲۶مې پورې اوربند اعلان کړی دی.

د امريکې او طالبانو ترمنځ د سولې په لوظنامه کې راغلې وو چې افغان حکومت به ۵۰۰۰ او طالبان به ۱۰۰۰ بنديان پريږدي. د طالبانو وياند سهېل شاهين د مې په ۲۴مه پر ټويټر د ۲۰۰۰ نورو بنديانو خوشې کېدو هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې چې د شوې موافقې ترمخه دې ټول پينځه زره بنديان خوشې شي.

XS
SM
MD
LG