د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم: د بهر مېشتو پاکستانيانو رالېږل کېدونکې پېسې په کمېدو دي


وزیراعظم عمران خان

د پاکستان وزیراعظم اندېښنه ښودلې چې ښايي د بهر مېشتو پاکستانيانو له خوا ورلېږل کېدونکې پېسې کمې شي.‌ د هغه په وېنا د دې وجه کورونا وایرس دی.‌ د هغه په وېنا د دې پېسو کمېدل به د ملک په اقتصاده ډېره بده اغېزه وکړي.

وزیراعظم عمران خان د مې په شلمه، ان لاين شوي د ورلډ ايکانوميک فورم په نړيواله غونډه کې وويل: ‌ ((د برامداتو غوښتنه کمه شوې ده ځکه چې کاروبارونه تړلي دي. خو موږ ته يو بل چېلنج هم راپېښ دی. موږ د بهر مېشتو پاکستانيانو له خوا رالېږل کېدونکو پېسو د کمي سره مخ يو‌. زموږ ملک پر دې پېسو بيخي ډېره تکيه کوي. خو په خليجي هېوادونو کې د تېلو قيمتونو کمېدو وروسته ډېر روزګارونه خراب شوي دي. زموږ اقتصادي ادارې لګيا دي پر دې کار کوي‌چې راتلونکي کال لپاره څه وکړو؟))

په ۲۰۱۹ کال کې بهرمېشته پاکستانيانو پاکستان ته ۲۳ اربه ډالر ليږلي وو
د پاکستان سټېټ بېنک

په متحده عرب امارات کې د خېبر پښتونخوا خليل بونیري د سامان وړلو ټرکونو ټرانسپورټ لري خو نن سبا کم وخت چلېږي او ډېر وخت ولاړ وي. د هغه په وېنا د روزګار د کمېدو وجه یې د کورونا وایرس دی چې د خپرېدو د مخنيوي لپاره يې کارخانې بندې دي.

بونيري د مې په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل چې ګڼ کارکوونکي یې له کاره وويستل ځکه چې تنخا یې نه شوای ورکولی. د هغه په خبره ده پخپله هر کال د اختر لپاره دوه یا درې لکه روپۍ کور ته لېږلې خو دا ځل يې هيڅ‌ وانه ستول. ((موږ چې کومو کمپنيوو له سامان وړی وو. هغوی راته پېسې رانه کړي. له دې وجې موږ خپلو ډرايورانو ته پېسې ورنه شو کړلی. همداسې حالت د ټولو کاروبارونو دی. ما پخپله هم دا ځل اختر ته کور لپاره پېسې نه دې لېږلې.))

په تېر کال کې د خلیل بونیرې له خوا کور ته لېږلې پېسې په هغو ۲۳ اربو ډالرو کې شاملې دي‌چې د پاکستان سټېټ بېنک ترمخه په ۲۰۱۹ کال کې بهرمېشتو پاکستانيانو په دغه هېواد کې خپلو خپلوانو ته لېږلې دي. خو د کورونا وایرس له امله د کاروبارونو تړل کېدل به دا شمېره راکمه کړي. نړيوال بېنک د اپرېل په مياشت کې وويل چې د دوی د اندازې ترمخه به دا کال د بهر مېشتو پاکستانيانو له خوا لېږل کېدونکې پېسې ۲۳ فېصده کمې شي.‌

نیزدي ۹ ميليونه پاکستانيان په بهر کې اوسېږي. په دوی کې تر ټولو ډېر په عرب هېوادونو کې مېشته دي. تر ټولو ډېرې پېسې له سعودي عربه ورځي
د بهرمېشتو پاکستانيانو د چارو وزارت

بهرمېشته پاکستانيان او پېسې يې د پاکستان د اقتصاد لپاره دومره ارزښت لري چې حکومت ورته يو وزارت او يوه اداره جوړه کړې ده. د بهرمېشتو پاکستانيانو وزارت پر ویب سايټ‌ د خپرو شوو معلوماتو ترمخه په بهر کې ۹ ميليونه پاکستانيان مېشته دي.‌ په دوی کې څلور اعشاريه اته ميليونه په عرب ملکونو کې دي. د بهرمېشتو پاکستانيوو وګړو ورلېږونکو پېسو د چارو سمبالوونکې سرکاري ادارې پر خپله پاڼه ليکلي چې تر ټولو ډېرې پېسې له سعودي عربه ورځي چې په پاکستان کې یې د ميليونونو خلکو ژوند روان ساتلی دی.‌

د مومندو د مېچنۍ اوسېدونکي، عشرت مومند ۹ کسیزه کورنۍ هم په دغو خلکو کې راځي.‌ د هغه ورور په سعودي عرب کې کار کوي چې اوسمهال پر کاروبار د کورونا وایرس د اغېز له کبله، بې روزګاره شوی دی.‌ هغه وايي‌د ورور د بې روزګارۍ له امله ورته تېرې دوه مياشتې پېسې نه دې ورغلې.

نوموړي د مې په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل: ((زما ورور موږ ته پېسې رالېږلې نو ژوند مو پرې ښه روان وو. اوس دا دوه،‌ دوه نيمې مياشتې وشوې چې څه یې نه دې رالېږلي. د هغوی کار روزګار نشته دی. دا ځل زموږ روژه هم ښه نه وه او اختر به مو هم پيکه پيکه وي.))

په لاهور کې یو مزدوز... ملګري ملتونه وايي د کورونا وایرس له وجې د ميليونو کسانو دندې ختمې شوې
په لاهور کې یو مزدوز... ملګري ملتونه وايي د کورونا وایرس له وجې د ميليونو کسانو دندې ختمې شوې

د روغتيا نړيوالې ادارې ترمخه کورونا وایرس د انسانانو په ګڼه ګوڼه کې خورېږي نو ځکه د خلکو راټولېدلو مخنيوي لپاره په اکثرو هېوادونو کې کارخانې او دفترونه تړلي دي.

د مزدورانو د چارو لپاره کارکوونکې د ملګرو ملتونو ادارې د اپرېل د مياشتې راپور وايي چې په نړۍ کې له درې اربه مزدورانو څخه د نيمايي هغو په کار کې خلل پېدا شوی او نيزدي ۳۰۵ ميليونه خلک بې روزګاره شوي دي. په دوی کې ډېری هغه مزدوران ښودل شوي چې دندې یې قانوني خوندېتوب، بيمه او رسمي قرارداد نه لري.‌

پخوا به راته ورور له سعودي عربه ډېرې پېسې رالېږلې خو اوس هغه بې روزګاره دی نو ځکه یې پېسې نه دې رالېږلي. له همدې وجې مو راتلونکې اختر ډېر پيکه دی
عسرت مومند

اقتصاد پوه،‌ انور شاه وايي په غېر رسمي کارونو کوونکو کې هغه پښتانه مزدوران شامل دي چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په کارونو مصروف دي. هغه د مې په ۲۱مه مشال راډيو ته وويل حکومت بايد د دوی د دندو خوندېتوب لپاره اړونده هېوادونو سره خبرې وکړي ځکه چې که دا خلک دندې ونه لري نو پاکستان ته پېسې نه شې لېږلي.

پاکستان د خپلو اړو وګړو لپاره د ځينو مالي مرستو اعلان کړی دی. حکومت له کورونا وایرسه بې روزګاره شوو او غریبو خلکو ته د کورنۍ په سر د دريوو مياشتو لپاره دولس زره روپۍ ورکوي. دوی د بهر مېشتو پاکستانيانو ستنولو لپاره د ځانګړو پروازونو بندوبست هم کړی دی خو ستنېدونکي خلک ټکټونه په خپلو پېسو اخلي.

د اپرېل په میاشت کې حکومت اعلان وکړ چې خوا او شا يو نيم لک پاکستانيان خپل ملک ته ستنوي او لومړېتوب یې هغه مزدوران دي چې يا بې روزګاره شوي او يا یې هم وېزې ختمې شوې دي.

XS
SM
MD
LG