په پاکستان کې د چيني بحران په اړه تحقيقاتي کمېشن راپور خپور کړ.
په اسلام اباد کې د مې پر ۲۱مه د وفاقي کابيني منظوري وروسته د چيني بحران په اړه جوړ کمېشن راپور کې د بورې لوی کمپني د دې بحران ذمه وار ګرځولې دي.
د کابيني غونډې وروسته د اطلاعاتو وفاقي وزير شبلي فراز خبري غونډې ته وويل چې موجوده حکومت د احتساب عمل کې شفافيت يقيني کولو لپاره ګامونه پورته کړي او په دې بحران کې ککړو کسانو خلاف به قانوني کاروايي کوي.
دوی وويل چې د بورې بحران کې ډېرې زياتې مالي ګډوډۍ شوې او له بحرانه لویو کمپنيو ګټه پورته کړي.
په دې راپور کې د وزير اعظم عمران خان نېزدي ملګري جهانګير ترين، د پنجاب سپيکر پرويز الهې زوی مونس الهې، شريف خاندان، اومني ګروپ او نورو بااثره سياسي کورنۍ ملکيت لاندې د چيني کمپني شاملې دي چې له چيني بحرانه يې ګټې پورته کړي.
په پاکستان کې د اوړو بحران د تېر ۲۰۱۹م کال په نومبر مياشت کې راغلي وو چې بيا په روان ۲۰۲۰م کال د جنوري په مياشت کې لا نور زيات شو.
خو اپوزشن ګوندونو مسلم ليګ (ن) او پيپلز پارټۍ د مې پر ۲۱مه په جلا جلا بيانونو کې حکومتي راپور رد کړ.
بلخوا د واکمن تحريک مخکښ جهانګير ترين په ټويټر ليکلې چې د دوی خلاف لګېدلي د دروغو الزاماتو حيرانه کړي.
د فېسبوک تبصرې