د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې د کورونا وایرس نوې پېښې ثبت شوې دي


په لاهو کې د لمونځ کوونکو تبه کتل کېږي.
په لاهو کې د لمونځ کوونکو تبه کتل کېږي.

په پاکستان کې د مې تر ۲۲مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۵۰،۶۹۴ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ټولټال ۱۰۶۷ کسان مړه شوي چې تر ټولو زيات يې په خيبر پښتونخوا کې دي چې شمېر يې ۳۶۵ ته رسېدلی.

بلخوا په دې هېواد کې له کورونا وايرسه څه باندې ۱۵ زره زیات کسان ترې پاخه شوي دي.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا، د ناروغۍ له کبله د مړو شمېر په سيند صوبه کې ۳۳۶، په پنجاب کې ۳۱۰، په بلوچستان کې ۳۹ تنو ته رسېدلي دي.

د ويبپاڼې ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس نېزدې ۲۶۰۰ نوی مثبتي پېښې مخې ته راغلي دي.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې تر ۲۲مې نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۸۶۷۶ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ ۱۹۳ کسان وژلي او خو نېږدې ۹۳۸ ترې بیرته جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۵۱ لکه زیات په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۳۳ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۱۹ لکه ترې پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG