د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال وروسیتو چاودنو، هدفي وژنو او امنیتي پېښو انديښمن کړي


د خوست ښار
د خوست ښار

د خوست اوسېدونکي او مدني فعالان په دې ولایت کې وروستیو امنیتي پېښو، هدفي وژنو او چادونو ډېریدو ته په انديښنه کې دي او غوښتنه کوي، چې امنیتي او کشفي ادارې دې، د دا ډول پېښو مخه ونیسي.

دوی وايي، که امینت ښه نشي، خلک به په ډاډمن زړه د کوچیني اختر لمانځلو ته زړه ښه نه کړي.

د خوست اوسېدونکو او مدني فعالانو دغه انديښنې مشال راډیو سره شریکې کړي دي.

مدني فعال شریف الله سمون او د پوهنتون د ټولنیزو علومو استاد سپین روان نورزی وايي، په دې وروستیو کې په خوست کې هدفي وژنو او بمي چاودنو خلک له ډول-ډول انديښنو سره مخامخ کړي دي.

دوی غوښتنه کوي، چې مسوولین دې په ځانګړي ډول د کوچني اختر په شپو ورځو کې امنیت ته پام ډېر کړي، تر څو خلک وکولی شي، چې په ډاډمن ډول خپله دا مذهبي او دودیزه خوشالي ولمانځي.

مدني فعالان او خوست میشتو وویل، که چیرې حکومت د خوست امنیت ښه کولو ته خپلې هڅې ډېرې نه کړي، ممکن د وژنو او چاودنو روانه لړۍ چټکه شي او په خلکو کېبه وېره ډېره شي.

مدني فعالان بسم الله ارمان او نقیب الله حیات وویل، دا ولایت مخکې امن وو، خو اوس خلکو سره د جګړو د زیاتېدو ویره پیدا شوې ده.

بل لوري ته د خوست نوی امنیه قوماندان مل پاسوال غلام داود تره خېل د وروستیو نا امنیو په اړه د خلکو انديښنې پر ځای بولي او وايي، چې د خپل ماموریت په پیل سره يې ځینې بیړني تدابیر نیولي دي.

دی وايي، وسله وال ډېرې هدفي وژنې او ماین اېښودنې د موټرسایکلونو او د تورو شیشو لرونکو ګاډو په استفادې کوي، چې اوس يې د پولیسو او امنیتي ادارو لخوا مخنیوی پیل شوی دی.

ده وویل، په بشپړ ډول د نا امنیو پېښو نیول به یو څه وخت ونیسي، خو د ژر ختمولو لپاره يې کوښښ کوي.

د یادونې وړ ده، په وروسیتو میاشتو خوست د ګڼو بمي چاودونو شاهد وو، د مې پر دویمه د سړک غاړي بمي چاودنه کې د دې ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال سید احمد بابازی هم وژل شوی وو.

په وروستیو ورځو کې د دې ولایت مرکز او ولسوالۍ د ګڼو چاودنو شاهد دی، چې پوځیانو ته د ځاني زیان په خوا کې يې ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG