د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال اباد کې د ښاري نظم کمپاین پیل شوی


په جلال اباد کې د ښاروالي او امنیتي ادارو له لوري د ښاري نظم د راوستو په موخه کمپاین پیل شوی

له تېرو څو ورځو راهیسې په جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ او امنیتي ادارو له لوري د ښاري نظم د راوستو په موخه کمپاین پیل شوی.

چارواکي وایي، د دې کمپاین پر مهال به په ښار کې د پلي لارو او سرکونو څخه غرفې، تختونه او رېړې لیرې کړای کړی. خو د دې کمپاین له وجې په سلګونه کسان بې روزګاره شوي او له چارواکو غواړي چې تر اختر پورې دې روزګار ته پرېښودل شي.


په جلال اباد ښار کې له کلونو راهیسې په سلګونه کسانو په پلي لارو او د دوکانونو مخته تختونه لګولي چې ځینې يې ښاروالۍ ته میاشتینی ټیکس هم ورکوي، خو د تېرو څو ورځو راهیسې د ښار نظم کمیسون د ښار له سرکونو او پلي لارو څخه د تختونو، غرفو او لاسي کراچيو د ليرو کولو کمپاین پیل کړی چې ورسره ګڼ خلک بې روزګاره شوي او له چارواکو غواړي چې تر اختره دې روزګار ته پرېښودل شي، د توریالي په نوم يو تن مشال راډيو ته وویل: "ښاروالۍ چې راشي، دې ته نه ګوري چې پیر دی او که فقیر دی، ټول له مخې سره شړي."

د حضرت منیر په نوم يو بل ته هم ورته شکایت لري او له چارواکو غواړي چې تر اختره دې روزګار ته پرېښودل شي: "زه په دغه کراچۍ باندې ملایي خرڅوم، ښاروالۍ دې موږ ته داسې ځای پیدا کړي چې موږ پرې خپله در غریبي وکړو. موږ ته لوی کور راپه غاړه دی، چې مازيګری شي، راشي او موږ ته ريړې راماتوي. ملايي راته ایسته ارتوي، موږ خو غريب خلک يو په یوه کاټن کې لس افغانۍ ګټو."

بل لور ته مدني فعالان هم د ښاروالۍ او نورو امنیتي ارګانونو له لوري په جلال اباد ښار کې د ښاري نظم په موخه د پیل شوي کمپاین خوښ دي خو غوښتنه کوي چې دا ډول کمپاینونه دي له اختر وروسته ترسره کړای شي.

مدني فعال فرید احمد استقلال وايي:" ښاروال، امنیه قوماندان او والي صاحب په دې اواخرو کې په عوامو نوي نوي چلونه پیل کړي. خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي، د ښاري نظم لپاره خو نور وختونه هم شته، پرېږدئ چې خلک دې د اختر په مخکې خپل روزګار ته پرېښودل شي."

د خلکو د شکایتونو پر وړاندې د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي وايي، د ښاري نظم کمیسون دا کمپاین په جلال اباد ښار کې د ګڼې ګوڼې د کمېدو په موخه پیل کړی او بې روزګاره شويو کسانو ته یې د روزګار لپاره متبادل ځایونه جوړ کړي دي:

"په جلال اباد ښار کې د نظم د رامنځته کېدو په موخه له ښاروالۍ وروسته د امنیه قوماندانۍ په مشرۍ بل کمیسیون جوړ شوی، دوی خپل سري تختونه خپل سري هغه کسان چې په پلي لارو پلور کوي، د دې د مخنیوي په موخه يې کمپاین پیل کړی دی. څوک چې د دې کمپاین له وجې بې روزګاره کېږي، په جلال اباد ښار کې ورته درې بديل ځایونه په نښه شوي چې يو يې چپرهار اډې سره دی، بل يې میااسلم پلازې سره دی، يو شمېر نورې سيمې هم ورته په نښه شوي، خو متاسفانه دا خلک نه غواړي چې هلته ولاړ شي، نو پر وړاندې يې قانوني چلند تر سره کېږي."

جلال اباد ښار کې پر داسې مهال د ښاري نظم په موخه کمپاین پیل شوی چې د افغانستان په نورو ولایتونو سربیره په ننګرهار کې هم د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمیر ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دی.

چارواکي اندیښنه لري که په ښار کې ګوڼه ګوڼه کمه نه شي زیات خلک به په کورونا اخته شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG