د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې کورونا وبا ګڼ نور خلک وهلي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د مې تر۲۱مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۸،۰۹۱ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ټولټال ۱۰۱۷ کسان مړه شوي چې تر ټولو زيات يې په خيبر پښتونخوا کې دي چې شمېر يې ۳۵۱ ته رسېدلی.

بلخوا په دې هېواد کې له کورونا وايرسه څه باندې ۱۴۰۰۰ زره کسان ترې پاخه شوي دي.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا، د ناروغۍ له کبله د مړو شمېر په سيند صوبه کې ۳۱۶، په پنجاب کې ۲۹۷، په بلوچستان کې ۳۸ تنو ته رسېدلي دي.

د ويبپاڼې ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس نېزدې ۲۲۰۰ نوی مثبتي پېښې مخې ته راغلي دي.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې تر ۲۱مې نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۸۱۴۵ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ ۱۸۷ کسان وژلي او خو نېږدې ۹۳۰ ترې بیرته جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۵۰ لکه په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۳۲زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۱۹ لکه ترې پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG