د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د کورونا وایرس وبا په باب د ډاکټرانو لارښوونه خپلول پکار ده'


کراچۍ: مساپران اورګادي ته تر ختو وړاندې له احتیاطي تدابیرو سره په لیکو کې ولاړ دي. ۲۰۲۰، ۲۰مې
کراچۍ: مساپران اورګادي ته تر ختو وړاندې له احتیاطي تدابیرو سره په لیکو کې ولاړ دي. ۲۰۲۰، ۲۰مې

پاکستانۍ ‌‌‌‌‌‌ډان ورځپاڼې ليکلي، د کراچۍ په جامعه درالعلوم کې ځينو پېژندلو ديني عالمانو د ګل ورځې تر خپلې غونډې وروسته اعلان کړی چې په جوماتونو کې د جمعې لمونځونه بیرته پيلوي.

د پېښور په نمک منډۍ کې د جامعه اشرفيه مشر خطيب مولانا ارشد د کراچۍ د عالمانو د اعلان په تاييد مشال را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وويل، په لاک ‌‌‌‌‌‌ډاون کې تر نرمۍ وروسته علماکرامو هم له حکومته وغوښتل چې جوماتونو او مدرسو پلو په خپله پالېسۍ کې هم نرمي راولي. بازارونه بیرته خلاص شول، هغوی ويلي چې د جمعته الوداع او اختر لمونځونو پر وخت به له کورونا وايرسه د حفاظت تدابير عملي کوي.

د کورونا وايرس مساله چون يو روغتيايي مساله ده، ځکه نو د ځينو عالمانو د جذباتي خبرو پرځای د روغتيا پالانو خبرو او لارښوونو ته بايد غوږ ونيول شي.
ديني سکالر او د وړوکي لاهور کالج پرنسيپل پروفيسر اظهار الحق


په پېښور کې د يو بل مشهور او لوی جومات ملا امام محمد اسماعيل وايي، د جومات انتظاميه او هلته د لومنځ لپاره تلونکي خلک هغه ټول احتياطي تدابير عملي کوي چې حکومت يې وړانديز کړی دی.

د پاکستان ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عارف علوي تېره اپريل مياشت په اسلام اباد کې د صوبو د ګورنرانو او د هېواد د مشهورو ديني عالمانو يوه غونډه د دې لپاره بللې وه چې په جوماتونو کې د جمعې لمونځونو، په تېره د تراويح لمونځ پر مهال له کورونا وايرسه پر حفاظتي لارو چارو سلا مشوره وشي.

حکومت د علماو ټولې اندېښنې لرې کړې او له هغوی يې وغوښتل چې په جوماتونو کې د صفايۍ او د لمونځ کوونکو ترمنځ د مناسب فاصلې لارښوونې هرو مرو عملي کړي.

خو له هغې راهيسې چې حکومت په ټولبند کې نرمي اعلان کړې، رپورټونه ښيي چې د هېواد د بازارونو ترڅنګ په جوماتونو کې هم د خلکو ګڼه ګوڼه سېوا شوې.

‌‌‌‌‌‌ډاکټران په دې اړه اندېښمن دي او خلکو ته وريادوي چې د کورونا وايرس خطر لا هم موجود دی او احتياط بايد وشي.

د صوابۍ د شاه منصور کلي يو ديني سکالر او د وړوکي لاهور کالج پرنسيپل پروفيسر اظهار الحق هم وايي چې د کورونا وايرس مساله چون يو روغتيايي مساله ده، ځکه نو د ځينو عالمانو د جذباتي خبرو پرځای د روغتيا پالانو خبرو او لارښوونو ته بايد غوږ ونيول شي.

''زموږ دين موږ ته وايي چې په کومه معامله نه پوهېږئ نو د هفه معاملې له ماهرينو تپوس وکړئ. نو د کورونا وايرس په مساله کې بايد د صحت نړيوالې ادارې، د هېواد صحت محکمې او د خپلو ‌‌‌‌‌‌ډاکټرانو خبرو ته غوږ شو. دا ځينې حضرات چې خلکو ته وايي چې توکل وکړئ، مه وېرېږئ او جوماتونو ته راځئ...خو ما ته زما پيغمبر او زما دين ويلي چې توکل به هله کوې چې اول خپل ټول وساېل او اسباب په کار واچوې. موږ پښتانه بايد پر دې پوه شو چې له کورونا وايرسه د حفاظت يوازېنۍ لتر د روغتيا پالانو پر هداياتو عمل کول دي.''

د کراچۍ مفتي تقي عثماني له حکومته غوښتي چې د جمعې او د تروايح پر لمونځونو لګولی بنديز رسماً ليرې او د هېواد وګړو ته بې له کومې وېرې خپل رب ته د سجدې لګولو فرصت برابر کړي.

خو ‌‌‌‌‌‌ډان ورځپاڼې د پاکستان د ولسمشر ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عارف علوي د مې ۲۰مې خبره راخيستې چې ويلي يې دي، د دې لپاره چې د هېواد وګړي له نوي کورونا وايرسه په امان پاتې شي، هغوی د اختر لونځ بايد په کور وکړي.

XS
SM
MD
LG