د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې پر دوو تنو خپل په باروت بار موټرسایکل چاودلی


د خوست امنیتي چارواکي وایي، چې نن د چارشنبې ورځې مازیګر د دې ولایت د ګربزو ولسوالۍ د شېخ امیر کلي په سیمه کې دوه کسان چې موټر سایکل یې بم يې عیار وه، په دوی پسې چاودلی چې یو کس پکې وژل شوی او بل کس ټپي شوی دی.

د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر مشال راډیو ته وویل، یادو کسانو غوښتل، عیار شوي موټر سایکل بم ته د خلکو په ګڼ میشته سیمه کې چاودنه ورکړي، چې دوی پسې چاودلی دی.

ده زیاته کړه، پولیس په چټکۍ د پيښې ځای ته رسیدلي او ټپي شوی وسله وال يې نیولی او روغتون ته يې وړی دی.

د خوست امنیه قوماندانۍ د پيښې د سیمې او وژل شوي کس انځورونه له رسنیو سره شریک کړي دي.

تر اوسه نه ده څرګنده چې یاد کسان د کومې وسلوالې ډلې غړي دي.

په خوست کې پدې وروستیو کې بمي چاودنې ډېرې شوي، د مې په ۲یمه د خوست امنیه قوماندان جنرال سیداحمد بابازی هم په یو بمي چاودنه کې وژل شوی وو.

XS
SM
MD
LG