د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سند کې د ګورنر راج وړانديز


د سیند اعلی وزیر سید مراد علي شاه
د سیند اعلی وزیر سید مراد علي شاه

په سند اسمبلۍ کې د اپوزيشن ګوندونو مشر وايي په صوبه کې د ګورنر راج لګولو وړنديز به بد نه وي.

بلخوا د پيپلزپارټۍ صوبايي حکومت ویلي دي چې دوی به د هر هغه غير اييني ګام مخه نيسي چې هدف يې ولس له خپلو منتخب استازو بې برخې کول دي.

په سند اسمبلۍ کې د اپوزيشن ډلو مشر او د پاکستان تحريک انصاف مخکښ فردوس شميم نقوي تور پورې کړی چې په دې صوبه کې د پيپلز پارټۍ حکومت د ناقصه پالسيو له کبله خلک له معاشي مسلو سره مخ دی.

په سه شنبه شميم نقوي په کراچۍ کې د ځينو نورو اپوزيشن ګوندونو له غړو سره شريکې خبري غونډې ته په وينا کې تور پورې کړ چې صوبايي حکومت په درغليو کې ککړ دی،ناکامه شوی او د حکمرانۍ کولو اهل نه دی پاتی شوی. ''له دې نا اهله او نالايقه خلکو بايد ځان خلاص کړل شي. څومره په تېزۍ سره چې د صوبې حالات خرابيږي نو زه به بيا دا غوښتنه کوم که چېرې دلتهګورنر راج ولګول شي نو څه بده خبره به نه وي.''

د پاکستان تحريک انصاف لخوا په سند حکومت نيوکې او هلته د ګورنر راج لګولو د خبرو هدف د پيپلز پارټۍ هغه شهرت ته تاوان رسول دي چې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ پرضد د موثره اقداماتو له وجې ورته ترلاسه شوی.
د سياسي چارو پوه اختر بلوڅ


شميم نقوي زياته کړه چې په سند کې ډېرې ماشومان له تعليمه بې برخي دي، روزګارونه نشته ، ډېرې خلک پاکو اوبو ته لاس رسی نلري او روغتيايي خدمات هم ناقصه دي.

بلخوا د سند حکومت د اطلاعاتو وزير سيد ناصر حسېن شا د مې په ۱۹ مه رسنيو ته په لېږلي يوه خبرپاڼه کې وېلي دي چې اپوزيشن ګوندونه په صوبه کې پرمختګ نه غواړي نو ځکه د منتخب حکومت د لرې کولو او ګورنر راج لګولو خبرې کوي.نوموړي په اپوزيشن غږ کړی چې له داقسمه غېر اييني غوښتنو په شا شي.

په سه شنبه د پيپلز ګوند يو مخکښ سعيد غني په سند اسمبلۍ کې د اپوزيشن د مشر او تحريک انصاف مخکښ فردوس شميم نقوي د تورونو په ځواب کې بس هم دومره وويل او تور يې پورې کړ چې د اپوزيشن مشران نا اهله دي او د دوی خبري جدي مه اخلئ: ''د دوی خپل خلک وايي چې دا زمه واره خلک نه دي، په وفاقي حکومت کې ناست د پاکستان تحريک انصاف غړي وايي چې په سند اسمبلۍ کې د دوي غړي د هېڅ نه خبر نه دي نو د دوی خبرې جدي مه اخلئ.دا غريبانان پريشانه وي نو بس په پريشانۍ کې بيا داقسمه خبرې کوي.''

په کراچۍ کې د سياسي چارو پوه اختر بلوڅ وايي د پاکستان تحريک انصاف لخوا په سند حکومت نيوکې او هلته د ګورنر راج لګولو د خبرو هدف د پيپلز پارټۍ هغه شهرت ته تاوان رسول دي چې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ پرضد د موثره اقداماتو له وجې ورته ترلاسه شوی.

د ده په خبره په پاکستان کې ړومبی سند حکومت وو چې د کورونا وبا د مخنيوي په هدف يې ټولبند ولګاوه، پوهنتونونه يې بند کړل، په اجتماعاتو يې بنديزونه ولګول او د دې هر څه اعتراف نړيوالو رسنيو وکړ چې له وجې يې بيا ځايې رسنۍ هم مجبوره شوې چې په سند کې د پيپلزپارټۍ د اقداماتو ستاينه وکړي.

اختر بلوچ د مې په ۲۰ مه مشال رېډيو ته وويل چې دا خبره تر څه حده سمه ده چې په سند کې د پيپلز پارټۍ په حکومتدارۍ کې ځينې نيمګړتياوې دي او د خلکو معاشي حالت خراب دی خو د دې مطلب دا نشو چې هلته دې منتخب حکومت ختم کړل شي او ګورنر راج دې ولګول شي.

د ده په خبره پاکستان تحريک انصاف د داقسمه خبرو يو هدف دا هم دی چې په وفاق کې له خپلې ناقصه حکومتدارۍ د خلکو پام واړوي:

''دا وخت په ملک کې د کورونا مسله ده،پوهنتونونه بند دي،د تعليم مسله ده، معاشي مسلې دي، خلک روزګارونه غواړي نو له دې مسلو د پام اړلو لپاره دا قسمه خبرې کيږي. ګورنر راج سره به مسلې حل شي؟ نا ! ګورنر راج لګول څه د ماشومانو لوبې نه دي، د ايين له مخې ړومبې به صوبايي اسمبلي او بيا به قامي اسمبلي د دې منظوري ورکوي او بيا به ګورنر راج لګي او د دې هرڅه لپاره به ړومبې د ټولو اپوزيشن ګوندونو رايوځای کول وي.''

اختر بلوچ زیاتوي پاکستان دا وخت د کورنا وبا او معاشي بحران سره مخ دی نو ټولو سياسي ګوندونو ته پکار دي چې په شريکه او مشورې سره داسې تګلاره جوړه کړي چې له مخې يې د يادو دواړو مسلو مخه ونيول شي. د يادونې ده چې له کله نه په پاکستان کې د کورونا وبا راغلې نو سند حکومت د وبا د مخنيوي په هدف د لاکډوان سختولو او د تحريک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت بيا د معاشي حالت د ښه کولو په موخه د لاکډاون د نرمولو غوښتنه کوي او د دواړو خواو ترمنځ پر دې اکثره د سختو بيانونو تبادلې هم شوي دي.

XS
SM
MD
LG