په افغان سوله کې د امريکا ځانګړی استازی د مې پر ۲۰مه کابل ته رسېدلی چې پر طالبانو او افغان حکومت فشار راوړي چې د سولې درېدلې خبرې پيل کړي.
د افغان ولسمشر دفتر د مې پر ۲۰مه د نوموړي د ورتګ پخلی وکړ.
خليلزاد له دې وړاندې قطر ته تللی و او هلته يې له طالب استازو سره د افغان سولې په اړه تازه خبرې کړې.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې له هغه وروسته نه دې پيل شوي چې د روان ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه امريکا او طالبانو په قطر کې افغان سولې ته د رسېدو لوظنامه لاسليک کړه.
خليلزاد په داسې حال کې د کابل پر سفر دی چې د افغان چارواکو په وينا د مې پر ۱۹مه د هېواد په دوو جوماتونو کې د روژه مات پر مهال د وسله والو په ډزو لږ تر لږه ۱۳ عبادت کوونکي وژل شوي دي.
په پروان ولايت کې د افغان ځواکونو کومندان جنرال الوزي احمدي د مې پر ۲۰مه سهار مشال راډيو ته وويل چې د ولايت په مرکز چاريکار کې په يو وسله وال بريد کې لږ تر لږه ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شول.
د نوموړي په وينا د پېښې پلټنې روانې دي.
د ولايت وياندې وحيده شاهکار ويلي چې د بريد پر مهال په نښه شويو خلکو د روژه مات پر مهال د ماښام لمونځ کاوه.
د افغانستان کورنيو چارو وزارت د دې بريد مسولين وسله وال طالبان ګڼي خو هغوی دا تورونه رد کړي دي.
بلخوا د خوست ولايت وياند طالب منګل د مې پر ۲۰مه سهار مشال راډيو ته وويل چې تېر ماښام د دې ولايت په يو جومات کې د ماښام لمانځه مهال وسله وال بريد کې درې کسان ووژل شول.
دا بريدونه له هغه وروسته شوي چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ولسي وګړيو پر ضد په تشدد کې د زياتوالي خبرداری ورکړی دی.
د فېسبوک تبصرې