د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې د کورونا وایرس نوې پېښې ثبت شوې دي


انځور له ارشیفه
انځور له ارشیفه

په پاکستان کې د مې تر ۲۰مې په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۵،۸۹۸ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ټولټال ۹۸۶ کسان مړه شوي چې تر ټولو زيات يې په خيبر پښتونخوا کې دي چې شمېر يې ۳۴۵ ته رسېدلی.

بلخوا په دې هېواد کې له کورونا وايرسه څه باندې ۱۳ زره کسان ترې پاخه شوي دي.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا، په سيند صوبه کې په ۱۷۹۴۷، په پنجاب کې ۱۶۶۸۵، په خيبر پښتونخوا کې ۶۵۵۴، په بلوچستان کې ۲۸۸۵، په اسلام اباد کې ۱۱۳۸، په ګلګت بلتستان کې ۵۵۶ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۱۳۳ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې تر ۲۰مې نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۷ ۶۵۳ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ ۱۷۸ کسان وژلي او خو نېږدې ۸۵۰ ترې بیرته جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې شاوخوا ۵۰ لکه په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۲۵ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۱۹ لکه ترې پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG