د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو سږني اپرېل ۲۰۸ تنه ولسي وګړي وژلي: یوناما


تصویر له ارشیفه

ملګري ملتونه وايي چې په افغانستان کې د ولسي وګړو مرګژوبلې شمېر زیاتېدل دا جوتوي، چې ښکېل اړخونه د جګړې بندولو او د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو پیل ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یوناما طالبان په اپرېل میاشت کې د ۲۰۸ ولسي وګړو زمه وار بللي چې د پروسږ کال د دې میاشتې پرتله په سلو کې ۲۵ زیات شوي دي.

په بیان کې راغلي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې هم ۱۷۲ ولسي وګړي وژل شوي دي.

یوناما پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې په تشدد کې دې سمدستي کمی راولي.

په افغانستان کې د ملګرو ماتونو مرستندویه دفتر (یوناما) نن په خپل یو بیان کې خبرداری ورکړی چې د طالبانو او افغان ځواکونو په کاروایانو کې د عامو خلکو وژنه مخ په زیاتېدو ده.

د یوناما په دې بیان کې د داعش د بریدونو په اړه اندېښنه ښودل شوې. یادې ډلې په دا ورستیو کې بریدونه زیات کړي چې پکې یې تېره اوونۍ د کابل ښار په یوه زیږنتون کې ۲۴ کسان ووژل. په وژل شویو کې نوي زېږدلي ماشومان او د هغوی میندې هم شاملې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو یو پړاو شروع کوي چې دوی له افغان حکومت سره خبرو ته په تیارېدو ټینګار وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون به یو بیان کې وویل چې خلیلزاد به په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشرانو سره تر لېدو وروسته د کابل سفر هم کوي چې پکې به په دواړو خواوو د جنګ د ختمولو لپاره ټینګار کوي.

امریکا او طالبانو سږکال د فبرورۍ په ۲۹ مه د سولې موافقه لاسلیک کړې چې تر مخه به یې د طالبانو او افغان حکومت لخوا د یو بل د قیدیانو خوشېکولو وروسته د سولې بېن الافغاني خبرې شروع کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG