د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان په افغانستان کې زموږ په شتون ډالرې ګټي: ټرمپ


د امریک ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریک ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي طالبان له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه ګډوډ نظر لري.

ټرمپ وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د دې خبرې په غبرګون کې چې ویلي یې وه، ډونالد ټرمپ په افغانستان کې بې‌ فکره عمل کوي وایي، طالبان د دوی له شتونه په افغانستان کې مالي ګټه پورته کوي، نو ځکه یوشمېر یې د دوی وتل نه ‌غواړي.

ډونالد ټرمپ تازه په خپل ټویټر لیکلي، "له افغانستانه زموږ (امریکا) د وتلو په اړه طالبان بېلا بېل نظرونه لري، دوی (طالبان) زموږ له حضوره ډالر لاسته راوړي، په افغانستان کې موږ له لومړیو ورځې پرته هېڅکله د بریا لپاره جګړه نه ‌ده کړې، موږ هلته ډېر د پولیسو په څېر عمل کړی، تر دې چې هلته د یوه پوځي ځواک په توګه واوسو، اوس موږ په افغانستان کې د بیارغونې په برخه کې رول لرو."

تر دې وړاندې ولسمشر ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي و چې د کورونا وایرس له کبله خپل ټول سرتېري به له افغانستانه وباسي او په وار وار یې ټینګار کړی چې طالبان باید په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم کړي.

همدارنګه د فبرورۍ پر ۲۹مه کله چې په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه وشوه او په کابل کې د امریکا دفاع وزیر او د ناټو سرمنشي کابل ته تللي ول او له افغان حکومت سره‌ یې د یادې هوکړې په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د ازادۍ راډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و چې دوی به د مهالوېش په اساس خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي او تر دې مهال‌ یې په افغانستان کې د پولیسو رول لوبولی دی.​

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG