د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان کې د کورونا وایرس نوې پېښې ثبت شوې دي


د ټولبند تر نرمېدو وروسته پاکستان کې ګڼ خلک له کورونو بهر وتلي
د ټولبند تر نرمېدو وروسته پاکستان کې ګڼ خلک له کورونو بهر وتلي

په پاکستان کې په تېر يوه شواروز کې له کورونا وايرسه ۴۹ نور کسان مړه شوي او تر دوه نيم زره زيات کسان په اخته شوي دي.

دا ډول په ټول هېواد کې [د مې تر ۱۹مې] په کورونا وايرس د اخته کسانو شمېر ۴۳،۹۶۶ ته رسېدلی دی.

بلخوا له دې وايرسه ټولټال ۹۳۹ کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۲ زره ترې پاخه شوي دي.

د پاکستان د روغتيا چارواکو په وينا، په سيند صوبه کې په ۱۷۲۴۱، په پنجاب کې ۱۵۹۷۶، په خيبر پښتونخوا کې ۶۲۳۰، په بلوچستان کې ۲۸۲۰، په اسلام اباد کې ۱۰۳۴، په ګلګت بلتستان کې ۵۵۰ او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې په ۱۱۵ کسانو کې د دې وايرس پخلی شوی دی.

هلته د امریکايي جانز هاپکېنز پوهنتون له وینا سره سم، د مې تر ۱۹مې نېټې په افغانستان کې د کورونا وایرس د ناروغانو شمېر ۷ ۰۷۲ ته رسېدلی دی.

پوهنتون زیاتوي چې په هغه هېواد کې تر اوسه ناروغۍ ۱۷۳ کسان وژلي او خو نېږدې ۸۰۱ ترې بیرته جوړ شوي هم دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

تر دې دمه په نړۍ کې تر ۴۵ لکه زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۱۷ لکه پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG