د پاکستان سپريم کورټ په ټول هېواد کې د شاپنګ مالونو د پرانستلو امر کړی دی.
دا حکم د مې پر ۱۸مه نېټه د چيف جسټس ګلزار احمد په مشرۍ پنځه کسيزه بنچ په اسلام اباد کې د اورېدنې پر مهال وکړ.
د پاکستان سپريم کورټ تېره مياشت د کورونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي په لړ کې د حکومتي ګامونو ازخود نوټس واخيست.
حکومت د مې پر نهمه نېټه په ټولبند کې نرم وکړي خو پر شاپنګ مالونو يې بندېز پر ځای وساته.
د اورېدنې پر مهال د سپريم کورټ ججانو پوښتنه راپورته کړه که په ښاربند یا لاکډوان کې نرمي شوې ده نو بيا د شاپنګ مالونو د تړلو تر شا منطق څه دی؟
حکومت يوازې پنځه ورځې مارکېټونو ته د خلاصېدو اجازه ورکړې ده خو جسټس ګلزار احمد حکم وکړ چې د خالي او اتوار پر ورځ هم دغو بازارونو ته د پرانېستو اجازه ورکړل شي.
په سر کې چيف جسټس دا حکم يوازې د سيند حکومت ته ورکړ خو وروسته يې وويل چې دا دې په ټول هېواد لاګو شي.
د سيند اېډوکېټ جنرل سلمان طالب الدين د صوبې په استازيتوب عدالت ته وويل چې سيند حکومت دا اقدامات د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې د ملي همکارۍکمېټې شوې غونډې په رڼا کې پورته کړي دي.
حکومت ويلي دي چې د لاکډاون يا ټولبند نرمۍ پر مهال دې د کورونا وايرس د مخنيوي په اړه پر حکومتي لارښوونو عمل وشي.
چارواکيو تېره اوونۍ په کراچۍ کې د دې لارښوونو څخه د سرغړونو په تور ځينې هغه مارکېټونه، لوی دکانونه او حامامونه تړل ول چې پکې د خلکو ګڼه ګوڼه زياته وه.
سپريم کورټ تر بلې اوونۍ پورې اورېدنه ځنډولې ده