د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني کې موټر بم حملې ۹ تنه وژلي، ۲۰ ژوبل


غزني: د موټربم چاودنې له ځایه لوخړې خېژي. ۲۰۲۰، ۱۸ مې
غزني: د موټربم چاودنې له ځایه لوخړې خېژي. ۲۰۲۰، ۱۸ مې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د غزني د اسلامي ثقافت پر مرکز د وسله‌والو طالبانو په حمله کې ۹ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

وړاندې د غزني ملکي روغتون ريس ډاکتر باز محمد همت د دوشنبې ورځ ازادي راډیو ته وویل "د چاودنې له ځایه تر اوسه پورې د دوی روغتون ته د ۷ تنو مړي او ۲۵ ټپیان وروړل شوي دي."

افغان چارواکي وايي: "طالبانو د روژې میاشتې له پیله تر اوسه پر روغتون، جنازه، پر سرکاري ودانیو او ولسي سیمو د ډله ییزو ترهګرو بریدونو په کولو لسګونه هېوادوالو ته مرګژوبله اړولې.''


وسله‌والو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی او د افغان حکومت له لوري د جګړې د اعلان او د دوی په وینا په مختلفو ولایتونو کې په ملکي خلکو د بریدونو ځواب‌ یې بللی دی.

دغه ډله ادعا کوي چې په دغې حمله کې د استخباراتو د ځانګړې '۰۶' قطعې او '۷۰۳' کنډک ګډ مرکز یې هدف ګرځولی او لسګونه کسانو ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

امنیتي چارواکو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

بلخوا د یکشنبې ورځې ناوخته مازدیګر د خوست د تریزو او علي شیرو ولسوالۍ په ښار ګوټي کې بمي چاودنه شوې، چې ۱ ولسي وګړی په کې وژل شوی او ۸ ولسي وګړي په کې ټپیان شوي دي.

نن د دوشنبې په ورځ د خوست د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل حیدر مشال راډيو ته وویل، پدې پېښه کې ۲ پولیس هم برسیرن ټپیان شوي دي.

دی وايي، د چاودنې ټپیان د پولیسو لخوا په بیړه روغتونو ته د درملنې لپاره لیږدول شوي دي.

پدې وروستیو کې د خوست په مرکز او ولسوالیو کې د بمي چاودنو پيښې ډېرې شوي، چې ولسي وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې پدې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG